لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټريليا په لمړي ټيسټ کې پاکستان ته په يو اننګز او پينځه منډو ماتې ورکړه


د اسټریليا کرکټ لوبډلې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته په لمړۍ پينځه ورځنۍ (ټيسټ) سيالۍ کې په يو اننګز او پينځه منډو (رنزونو) ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې لمړی بيټنګ کړی او په لمړي اننګز کې يې ۲۴۰ منډې جوړې کړې وې.

په ځواب کې د اسټریليا کې لوبډلې په لمړي اننګز کې ۵۸۰ رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستان په خپل دوېم اننګز کې ۳۳۵ رنزونه جوړ کړه او سيالي يې په يو اننګز او پينځه رنزونو بايله.

د پاکستان په لمړي اننګز کې يو لوبغاړی هم ۵۰ منډو ته په رسېدو کې نه ؤ کامياب شوی.

د اسټریليا په اننګز کې دوه لوبغاړو لبسچېنج ۱۸۵ او وارمر ۱۵۴ رنزونه جوړ کړي وو.

په پاکستاني بالرانو کې ياسر شاه د اسټريليا څلور لوبغاړي سوځولي وو.

د پاکستان په دوېم اننګز کې بابراعظم ۱۰۴ او محمد رضوان ۹۵ رنزونه جوړ کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG