لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل په شرطیه ضمانت له قیده را و ووت


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د مبارزې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر محمد اسماعیل تر شاوخوا یو میاشتني بند وروسته نن په شرطیه ضمانت د پېښور له مرکزي زندانه را وتلی دی.

دا خبر ګلالۍ اسماعیل پر ټویټر او فېسبوک خپور کړی او لیکلي یې دي چې پلار یې تر سزا کېدو مخکې په زندان کې یوه میاشت په ډېر بد حالت کې تېره کړه:

"زما پلار ته شرطیه ضمانت ورکول دا معنا لري چې ګواکې هغه له واړه زندانه لوی زندان ته را پرېښودل شو; د ازادۍ دا معنا نه ده چې یواځې له زندانه را ووتلې بلکې دا چې د خبرو، ملګرتیا او را غونډېدو ازادي ولرې".

پېښور هایکورټ د اکتوبر پر 25مه پروفیسر اسماعیل ته د یو لک روپیو په بدل کې ضمانت ورکړ. د عدالت د یو کسیز بېچ قاضي قیصر رشید د پرېکړې په مهال هغه ته وویل بل وخت "خیال کوه".

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل چې د نومبر پر 6مه یې په یوه بیان کې له پاکستاني چارواکو د پروفیسر اسماعیل د خوشي کېدو او پر هغه د لګېدلو تورونو د اخیستو غوښتنه کړې وه، د هغه د را خوشي کېدو هر کلی کړی دی. ایمنیسټي پر ټویټر لیکلي:

"له دې سره سره چې موږ د دې ښه زېري هرکلی کوو، دا غوښتنه هم کوو چې پر هغه لګېدلي ټول تورونه دې واخیستل شي او د هغه له را خوشي کېدو سره دې شرطونه نه تړل کېږي".

پروفیسر اسماعیل د اکتوبر پر 24مه د پېښور هایکورټ مخته په داسې وخت کې ناڅرګندو کسانو په مرموز ډول له ځانه سره یووړ چې هغه په یوه بله مقدمه کې د اورېدنې لپاره عدالت ته ورغلی وو او په بله ورځ یې عدالت ته وړاندې کړ او عدالت د 14 ورځو لپاره د پېښور جېل ته واستاوه.

پر هغه د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) له خوا د سایبر جرمونو د قانون په بنیاد مقدمه درج شوې وه او تور ورباندې لګول شوی وو، چې هغه پر ټولنیزو رسنیو د ریاست په ضد له کرکې ډکې لیکنې کولې او خلک یې را پارول، خو د هغه وکیلانو دا تورونه رد کړي او دا یې د اظهار د ازادۍ د مخنیوي یوه هڅه بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG