لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد وایي دامریکا،افغان پوځ اؤ طالبانوعملیاتو کې داعش ډلې ګڼې سیمې دلاسه ورکړي


افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي دامریکا،افغان ځواکونو اؤ طالبانو دعملیاتو په پائیله کې داعش ډله پشا شوې،ګڼې سیمې یې دلاسه ورکړي اؤ په سوؤنو وسله والو یې وسلې غورځولې دي.

پخپله ټوئټر پاڼه زلمي خلیلزاد لیکلي “دشکرانې په ورځ” دداعش خراسان په ضد افغانستان کې ستر پرمختګ شوی اؤ ددې ډلې په سوؤنو وسله والو ځانونه تسلیم کړي دي.

هغه لیکلي هر څو که دداعش خراسان جړړې په بشپړ ډول نه دي وتلي خو دغه ډلې ته رسېدلي زیانونه دهغوئ په ضد روانه جګړه کې یو رېښتونی پرمختګ دی .

هغه زیاته کړې ننګرهار کې دداعش په ضد اخستل شوي ګامونه ددغه ډلې دجرړو ویستلو دپاره د یو کوټلي کمپائن بېلګه ده.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي وؤ په ختیز ولایت ننګرهار کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش ډلې د وسله والو پرضد د یوې نیمې میاشتې مخکې پیل شوي عملیات پای ته رسېدلي او په دې موده کې سلګونه دداعش وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

د ٢٠١٢ قول اردو ویاند، هارون یوسفي، د اتوار/یکشنبې په ورځ وي او اې ډېوه ته ویلي وؤ چې د افغانستان د پوځ لخوا د شویو عملیاتو په پایله کې په تېرو ۴٥ ورځو کې، له ٨٠٠ زیات د داعش ډلې جنګیاليو سره له ښځو او ماشومانو، ځانونه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

هغه ویلي وؤ د ننګرهار په اچین کې د داعش وسله والو ټغر په پوره توګه ټول شوی او تېر شوي عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

همدا راز د عملیاتو په جریان کې له ٨٠٠ څخه زیات داعشیان د مېرمنو او ماشومانو په ګډون، له ګڼ شمېر وسلو سره یوځای ملي دفاعي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG