لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو، امریکا، افغان حکومت او عامو خلکو د جاپاني خدمتګار ناکامورا وژنه په کلکه غندلې


واشنګټن ـــ ملګرو ملتونو، امریکا، افغان حکومت او د بشري حقونو مبارزینو د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ناپېژاندو وسلوالو په برید کې د دې هېواد د جاپاني خدمتګار ناکامورا وژنه په کلکه غندلې او دا یې یو ناوړه عمل بللی.

د جاپان وزیراعظم شینزو ابې په افغانستان کې د 73 کلن ډاکټر ناکامورا اوږدو خدمتونو او هڅو ته درناوی وړاندې کړی او وایي چې د هغه د وژل کېدو خبر ټکان ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر هم د ډاکټر ناکامورا وژنه په کلکو ټکو غندلې او خواشيني یې پرې څرګنده کړې ده. ملګرو ملتونو پخپل بیان کې ویلي:

"د تشدد یو ډېر بې رحمه عمل له هغه چا سره شوی چې د ژوند زیاته برخه یې له ځپلیو افغانانو سره په مرسته کې تېره کړه".

د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني هم د ډاکټر ناکامورا وژنه غندلې او پر ټويټر یې لیکلي:

"په پای کې ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ننګرهار ولسونو ته د دغې پېښې په خاطر تسلیت وایم او هیله لرم چې ننګرهاریان د ډاکټر ناکامورا د پاتې کارونو او هیلو په بشپړولو سره د آبادۍ او پرمختګ له دښمنانو څخه غچ واخلي."

په کابل کې د امریکې سفارت هم د ناکامورا وژنه په کلکه غندلې او پر هغه برید یې یو بې رحمه کار بللی:

"د ناکامورا د ژوند میراث په بې شمېره افغانانو کې شته چې د هغه له جذبې، پاملرنې او له غرضه پاک چلنده یې ګټه واخیسته".

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د ټیم مرستیال کاندید امرالله صالح هم په خپل ټویټر لیکلي:

"داسې یو هېواد شته چې مونږ یوازې او ناتوانه لیدل غواړي، او هغه پاکستان دی. او د ایې ایس ايې داسې یوه ترهګره ډله ده چې په سیمه کې د هغوي پلانونه پلې کوي او هغه طالبان دي. نو د نا څرګند وسله والو ټکی مه کاروئ. ډاکټر ناکامورا زمونږ په زړونو او دعاوو کې دی".

خو پاکستان تل داسې تورونه رد کړي او وايي دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي. اسلام اباد د امرالله صالح دغه ټویټ ته کوم ځواب نه دی ویلی.

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر افغانانو د خپل هېواد د جاپاني خدمتګار وژنه په کلکه غندلې او دا یې د خپل هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

افغان چارواکي وایي د چارشنبې- شورو په ورځ سهار وختي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ډاکټر ناکامورا پر موټر هغه وخت برید وشو، چې هغه او د جاپان مېډیکل سروسز په نامه د یوې غیرسرکاري موسسې کارکوونکي د یوې پروژې د لیدو لپاره روان وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وایي، تر برید وروسته ډاکټر ناکامورا سخت ټپي شوی وو، چې سمدستي د ښار ملکي روغتون ته یووړل شو خو وایي هلته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.


که څه هم افغان طالبان او د داعش ډلې افغان څانګه دواړه په ننګرهار ولایت کې فعال دي خو طالبانو په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې د ډاکټر ناکامورا په وژنه کې لاس نه لري.

افغان ولسمشر اشرف غني په وروستیو کې ډاکټر ناکامورا ته په افغانستان کې د خدمت له کبله د دې هېواد اعزازي ښهریت ورکړی وو او افغانانو هغه ته د اوبو لګولو او کرهنې په برخه کې د خدمت په بدل کې له مینې د "کاکا مراد" لقب ورکړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG