لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سوله،امریکا طالبانو سره دخبرو شلېدلې لړۍ ډیر زر بیا پېلوي


امریکایي چارواکي وایي چې افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به یوځل بیا ډير زر طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ پیل اؤ افغانستان کې د اوربند دپاره هڅې وکړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دفرانسیې خبري اژانس ای ایف پي خپل یو راپور کې د یو لوړ پوړي افغان چارواکي له خولې ویلي چې کابل ته دصدر ټرمپ دسفر نه څو ورځې وروسته زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی اؤ هغه ته یې طالبانو سره د سولې دخبرو پیل کولو زیری ورکړی دی.

دزیارت په ورځ دپاکستان ډان ورځپاڼه کې خپور شوي د ای ایف پي‌ د راپور له مخې دامریکا دبهرنیو چارو محکمې ویلي چې کابل کې تر لیدنو وروسته به زلمی خلیلزاد طالبانو سره دخبرو اترو دپاره قطر ته روانیږي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني له یوې اوږدې مودې راهسې د اوربند غوښتنې کولې خو طالبانو پرله پسې دا غوښتنه له نظره غورځوله خو په دې وروستیو کې په دې اړوند د ولسمشر غني لخوا له اندېښنو ښکاره کولو وورسته دامریکا دبهرنیو چارو محکمې هم داشرف غني دغوښتنې په پلوۍ خپل غږ پورته کړی دی.

دبهرنیو چارو دمحکمې په بیان کې ویل شوي چې زلمی خلیلزاد به دفغان شخړې سوله ییزه هواري دپاره دبین الافغاني غونډې اؤ اوربند په اړوند طالبانو سره یوځل بیا مذاکرات کوي.

تر دې څو ورځې وړاندې دامریکا صدر ښاغلی ډانلډ ټرمپ په امریکا کې دشکرانې د ورځې په مهال په ناساپي سفر کابل ته رسېدلی ؤ اؤ دغلته یې خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبان خبرو اترو اؤ اوربند دواړو ته اماده شوي دي.

همدغه شان صدر ټرمپ په دې وروستیو کې دا پخلی هم کړی دی چې امریکا یو وارې بیا طالبانو سره دسولې په تړون کار پیل کړی دی.

امریکا دتیرکال راهسې قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ صدر ټرمپ سږکال په اتم ستمبر څرګنده کړې وه چې طالب مشرانو اؤ ولسمشر اشرف غني ته یې کیمپ ډيوډ کې دلیدنې بلنه ورکړې ده.

خو امریکا ته دطالبانو دسفر نه وړاندې کابل کې په خونړۍ چاونه کې د یو امریکایي پوځي‌ په وژل کیدلو صدر ټرمپ طالبانو سره خپله لیدنه اؤ دمذاکراتو لړۍ دواړه ختمې کړې اؤ اعلان یې وکړو چې مذاکرات اؤ ترهګري یوځائ دوام نه شي کولی.

خو تیره میاشت دافغان دولت اؤ‌ طالبانو ترمنځ دبندیانو دتبادلې نه وروسته امریکایي چارواکو اؤ طالبانو دواړو دمذکراتو دلړۍ دبیا پیل کیدلو اشارې ورکړې وې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG