لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا دسمندري ځواکونو عسکر د دوؤ کسانو له وژنې وروسته ځان هم وژلی


دامریکې دسمندري ځواکونو یو عسکر د هوایي ایالت په تاریخي پوځي اډه پرل هاربر کې په ناتاره ډزو د دوؤ کسانو له وژنې وروسته خپل ځان هم ویشتلی اؤ وژلی دی.

دخبري شبکې راټټرز له مخې دا پېښه دچهارشنبې په شپه هغه مهال رامخې ته شوه چې دامریکا دسمندري ځواکونو په دریشۍ کې یو تن د پرل هاربر په هوائي اډه کې په خلکو ناساپي ډزې پیل کړې .

پوځي چارواکي وایي برید کوونکي د وؤ کسانو له وژنې وروسته ځان پخپله هم په ګولۍ ویشتلی اؤ‌ وژلی دی.

چارواکو تر اوسه ددغه برید کوونکي عسکر هویت نه دی ښکاره کړی.

سیمه ییز کمانډر ایډمرل رابرټ چیډوک دې پېښه کې د ووؤ ملکي کسانو د وژل کیدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې برید کوونکی د امریکا دسمندري ځواک عسکر ؤ.

تر دې دمخه د پءل هاربر چارواکو په ټوئټر لیکلي وؤ چې پېښه کې وژل شوي درې واړه کسان دامریکا ددفاع دمحکمې مامورین وؤ.

چارواکي وایي د ډزو دې پېښه کې یو تن ژوبل شوی هم دي چې د درملنې دپاره روغتون ته رسول شوی خو وضعیت یې له خطرې بهر دی.

دهوایي ایالت ګورنر ډيوډ ائج په ټوئټر لیکلي چې هغه د خفګان په دې شیبو کې دهوایي دخلکو ترڅنګ ولاړ دی اؤ په دې پېښه د زړه نه خفه شوی دی.

ګورنر ویلي دپېښې په اړوند نور معلومات ترلاسه کیږي اؤ امنیټي ځواکونو پلټنې پیل کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG