د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر وايي، په خېبرپښتونخوا کې ورګډؤ کړی شوؤ قبايلي سيمو کې اصلاحاتو او د دې علاقې پرمختيا ته لمړيتوب ورکوي.
اسد قېصر په مردان کې يوې دستورې ته په وېنا کې ویلي، په قبايلي سيمو کې د روزګار د زمينو برابرولو دپاره ګامونه پورته کوي.
هغه ويلي په قبايلي سيمو کې اصلاحات کول د دوی په لمړيتوبونو کې شامل دي او دوی د سيمې د اولس د پرمختيا او خوشحالۍ دپاره ټولې ممکنه هڅې کوي.
د پاکستان تحريک انصاف د مرکزي حکومت او خېبرپښتونخوا حکومت چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې په قبایلي سيمو کې د پرمختيا دپاره ځانګړي اقدامات کوي خو د سيمې خلک او منتخب استازي د حکومت دغه دعوې ردوي.
د مومندو قبايلي ضلعې نه د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي نثار مومند وايي، د تحریک انصاف د حکومت واکمن تل تشې دعوې کوي په سيمه کې يې هيڅ پرمختيايي کار نه دی شوی.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل په علاقه کې د تعليم، صحت او نورو بنيادي اسانتياؤ په برخو کې اصلاحاتو ته لمړيتوب ورکول پکار دي خو په يوه برخه کې هم څه نه ښکاري چې شوي دی.
هغه وويل بايد حکومت د دعوؤ په ځایې په قبايلي ضلعو کې عملي ګامونه واخلي.
اسد قېصر دا هم ويلي چې پاکستان د افغانستان سره ښې اړيکې غواړي ځکه چې د دواړو هېوادونو ژبه، مذهب او کلتور يو شان دي.
هغه ويلي حکومت يې د افغانستان سره سوداګريزو اړيکو ته په وده ورکولو هم کار کوي او د لنډي کوتل اقتصادي راهداري جوړوي.