لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طیب اردوغان:په هره بیه چې وي باید د افغانستان د سولې ملاتړ وشي


دترکیې صدر رجب طیب اردوغان ویلي په هره بیه چې وي باید د افغانستان د سولې ملاتړ وشي او ګډې هڅې ترسره شي چې په افغانستان کې تروریستي ګروپونه نابود او په دغه هیواد کې خصوصي پانګونې او د سیمې د سترو پروژو تطبیق ته لاره هواره شي.

تیره ورځ د استنبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس دسولې، مشارکت او هوساینېتر عنوان لاندې راجو شوي کنفرانس ته خپله وینا کې ښاغلي اردوغان وویل دافغان حکومت او خلکو له هڅو باید ملاتړ وشي او هیڅکله د دې اجازه ورنکړل شي چې د تېرو ۱۸ کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې یې نابودې شي.

د افغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ښاغلي اردوغان وویل موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او باید د نشه یي توکو پر ضد مبارزه وکړو او تر هغې چې اړتیا وي موږ باید د افغان ځواکونو تر څنګ واوسو او ملاتړ یې وکړو

د ترکیې صدر وویل، استنبول پروسه د سولې او همکاریو د پراختیا لپاره اساسي چوکاټ دی او زموږ موخه باید دا وي چې له دې لارې سیمه ییزه ستونزې او ننګونې هوارې کړو.

دغه کنفرانس ته پخپله وینا کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي‌ مونږ افغانان غواړو چې خپل هیواد د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو بستر ووینو، نه د لنډمهاله ګټو د سیالۍ او نیابتي جګړو د ورانۍ ډګر

ولسمشر غني وویل تېرو اتو میاشتو کې دافغانستان داوطلب امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته راغلي دي او نه یوازې په طالبانو یې فشارونه زیات کړي، بلکې هغه اته ولسوالۍ یې هم بېرته له طالبانو نیولي چې یوه لسیزه پرې هغوی کنټرول درلود.

هغه په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیز کې د داعش پرله پسې ماتې او د القاعده مشرانو د لمنځه تللو یادونه وکړه او وې ویل، د القاعده دغه رهبران بهرنیان او په ځانګړي ډول پاکستانیان وو.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د خپلو ګډو ګواښونو پر وړاندې یو ځای ودرېږو او دې ته سترګې پر لار یوو چې تاسې سره ګډ کار وکړو، ترڅو د سولې لپاره وروستي ګامونه واخیستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG