لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبګرام په پوځي اډه برید کې تر۸۰ؤ زیات ملکي کسان ژوبل شوي، چارواکي


چارواکي وایي دافغانستان د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې د امریکايي پوځي اډې سره شوي ځانمرګي اؤ وسله وال برید کې شاوخوا ۸۰ملکي وګړي ژوبل شوي اؤ یوه میرمن وژل شوې ده.

دغه پېښه د چهارشنبې په سحر رامنځته شوې اؤ دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنیو ته ویلي برید کوونکو سهار پینځه بجې د درېوؤ موټري بمونو سره بګرام ګې د بهرنیو ځواکونو په پوځي اډه برید کړی.

هغه ویلي شپږ برید کوونکي په سیمه کې دیو روغتون ودانۍ ته ننوتلي چې دهغوئ دجملې څخه دوه برید ګر د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي اؤ د پاتې څلور‌و په ضد لا عملیات دوام لري.

هغه وایي په ډزو اؤ بریدونو کې ۸۰ؤ نه زیات ملکي کسان ژوبل شوي چې ښځي اؤ ماشومان هم پکې شامل دي اؤ یوې میرمنې ساه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې ژوبل کسانو کې زیاتره د ودانیو دشیشو اؤ ملبې راغورځېدو له امله ټپي شوي چې دعلاج دپاره دپروان روغتون ته رسول شوي دي.

ولسوال وایي دچاودنې له امله بګرام هوايي پوځي اډې ته نزدې په سوؤنو ودانیو ته هم زیان رسیدلی دی.

دافغانستان بیلابیلې رسنۍ وایي دپېښې سیمې ته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه رسېدلي اؤ ټوله سیمه کې ګېره کې اخستې ده.

افغانستان کې دناټو ځواکونو ویاند ډګروال لګیټ امریکا غږ ته ویلي چې په دې برید کې بهرنیو ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه ددې پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی خو تر دې وړاندې افغانستان کې په بهرنیو اؤ افغان ځواکونو د شوؤ زیاترو بریدونو مسولیت طالبانو پغاړه اخستی دی.

دا برید په داسې مهال شوی چې د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې ولاړې خبرې درې میاشتې وروسته په قطر کې یو ځل بیا پیل شوي اؤ دواړو خواؤ ددې خبرو څخه د ښو پائیلو ترلاسه کیدلو هیله ښودلې ده.

درې میاشتې وړاندې چې دامریکا اؤ دطالبانو دسولې خبرې په راغونډیدو وې وروسته له هغې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ددغو خبرو ختمولو اعلان کړی ؤ چې کابل کې دطالبانو په یو برید کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG