لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټانک:په امنیتي ځواکونو دطالبانو بریدونو کې دوه عسکر وژل شوي،شپږ ژوبل


د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ټانک کې په پوليسو اؤ دایف سي په ځواکونو دطالبانو بریدونو کې دوه عسکر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي،دامنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال طالب هم وژل شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک پوليس وايي نن د جمعې په سهار خواوشا لس بجې پرې د ګومل په علاقه کې د لاسي بم بريد شوی چې پکې شپږ پوليس سرتیري او يو لاروی ژوبل شوي او په ځوابي ډزو کې يو برید کوونکی وژل شوی دی.

د ټانک پوليس وايي پوليس د معمول په ګزمه کې ؤ او د ګومل په ګروکي مچنخېل کې پرې په لار کې ناستو نامالومو کسانو برید وکړو.

پوليس وايي په پوليس موبايل د لاسي بم بريد شوی او بيا په ځوابي ډزو کې يې د يو بريدګر د وژنې ادعا کړې ده.

د چارواکو په وېنا د پېښې وروسته علاقې ګڼ شمېر اضافي پوليس لېږل شوي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

له دغې پېښې وروسته طالبانو دعوه کړې چې په رغزئ مانجهۍ سمه کې یې د ایف سي ځواکونو په یو ګاډي هم بمي برید کړی چې پکې دوه عسکر وژل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک ویاند محمد خراساني ددې دواړو بریدونو پړه پغاړه اخستې اؤ د وژل شوؤ عسکرو نومونه یې محسن اؤ یاسین رسنیو ته یاد کړي دي.

د جنوبي وزيرستان څخه د تښتول شوؤ ډاکټرانو ويډيو

بل لور ته د جنوبي وزيرستان نه درې میاشتې وړاندې د تښتول شوؤ دوه ډاکټرانو يوه ويډيو مخې ته راغلې چې پکې دوی وايي د طالبانو په ولقه کې دي او د پاکستان رياست دې د دوی په بدل کې د طالبانو غوښتنې ومني او دوی دې ازاد کړي.

دا ډاکټران چې ډاکټر نورحنان وزیر او ډاکټر عابد مسيد نومیږي درې مياشتې وړاندې د واڼه څخه تښتول شوي وو.

د ډاکټرانو کورنۍ وايي دوی د ويډيو مخې ته راتلو وروسته د خپلوانو دپاره سخت اندېښمن شوي دي.

د ډاکټر حنان د تره زوي سراج وي او ای ډیوه ته ويلي ډاکټران د حکومتي عملدارۍ د علاقې واڼه څخه وتښول شو بيا یې تراوسه پته نه لګېده اوس چې يې ويډيو مخې ته راغله حکومت دې يې د خوشي کولو دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د جنوبي وزيرستان يو انتظامي چارواکي د نوم نه اخیتسو په شرط وي او ای ډيوه ته ویلي دوی د ډاکټرانو د خوشي کولو دپاره هڅې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG