لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا او طالبانو ترمنځ دقطر دسولې مذاکرات یوځل بیا وځنډیدل


دافغانستان پروان ولایت کې دطالبانو لخوا دبګرام په پوځي اډه دشوي برید نه وروسته په قطر کې دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ دتیرو څو ورځو راهسې روانې دسولې خبرې یوځل بیا ځنډېدلي دي.

په دوحه کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم منلې چې دقطر دسولې مذاکرات ترنامعلومې مودې ځنډيدلي اودخبرو دځنډ لامل یې دبګرام په پوځي اډه دطالبانو لخوا شوی برید نه دی ګڼلی.

نوموړي ویلي پرون دپنجشنبې په ورځ هم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ دامریکا دپلاوي اودملابرادر په استازیتوب دطالبانو دمشرانو ترمنځ دخبرو پرمهال هوکړه ترسره شوه چې مذاکرات به له څو ورځو وروسته بیا پیل کیږي.

وسله والو طالبانو د تیرې چهارشنبې په ورځ بګرام په پوځي اډې دموټر بم ستره چاودنه او وسله وال بریدونه کړي وؤ چې له امله یې دپروان دسیمه ییزو چارواکو په وینا یوه میرمنه وژل شوې او دښځو اوماشومانو په ګډون له ۸۰ تنو زیات ولسي وګړي ټپيان شوي و.

دافغان سولې لپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد دپروان ولایت دبګرام په اډه دبرید پروړاندې چې طالبانو یې مسئولیت منلي و غبرګون څرګند کړی.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر دهمدې برید په تړاو لیکلي دطالبانو له مرکچي پلاوي سره یې په خبرو کې سخته غصه ښکاره کړې او په وینا یې طالبانو ته پکار دي چې ښکاره کړي دسولې په تړاو دافغانستان دخلکو ارزوګانو ته کوم ډول ځواب ویلي شي.

په قطرکې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې خبرې دیوې اونۍ له دوام وروسته په داسې حال کې ترنامعلومې مودې ځنډیدلي چې نزدې درې میاشتې وړاندې هم دیو کال راهسې قطر کې روانې دسولې خبرې وروسته له هغې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا لغوه شوې چې طالبانو لخوا په کابل کې دموټربم برید کې د یوتن امریکايي په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG