لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:ژمنه کوؤم چې دتندلاریتوب مفکوره به رانه وده ونه کړي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي ژمنه کوي چې د تندلاریتوب مفکوره به ودې ته پرې نه ږدي اؤ نه به چاته اجازه ورکړي چې هیواد اؤ ولس دتعصب نه د ډکې نظریې په لاسو یرغمل کړي.

دګل په ورځ پینځه کاله وړاندې پېښور کې په ارمي پبلک سکول دشوي ترهګریز برید دکلیزې په اړوند خپل یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي د بېګناه ماشومانو دتنکیو وجودونو قربانۍ قام دترهګرۍ،تشد اؤ کرکو په ضد یو موټی کړی دی.

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول شوي ترهګریز برید کې تر ۱۵۰زیات ماشومان،دسکول استاذان اؤ مامورین وژل شوي وؤ چې ددغه برید پړه طالبانو پغاړه اخستې خو تر ننه دپېښې په اړوند شوې پلټنې مخې ته نه دي راغلي.

وزیراعظم عمران خان ویلي “مونږ خپلو وړو شهیدانو ته دعقیدت پیرزوئنې وړاندې کوؤ اؤ ددې ترڅنګ دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپوځ،پولیسو اؤ ایجنسیو قربانۍ هم ستائیو”

خو په ننۍ ورځ بیا په سوونو فعالانو په ټولنیزو رسنیو دپاکستان په حکومت سختې نیوکې کړي چې په ارمي پبلک سکول دشوي برید بې پلوه پلټنو کې پاتې راغلی دی.

دبشري حقونو فعاله اؤ دپاکستان دمرکزي پارلیمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر په ټوئټر لیکي په ای پي ایس کې د ډله ییزې وژنې پېښې ته د سندرې ویلو اؤ دیادګاري ودانیو نه ور په اخوا دانصاف باوري کولو دپاره تر اوسه څه شوي دي،

هغې پوښتنه کړې چې ولې قضایي پلټنې تر پوښښ لاندې دي اؤ ولې احسان الله احسان باندې د وژنو تور دی خو مقدمه یې نه اوریدل کیږي؟د مظهر ازاد په نوم یو تن په ټوئټر لیکي ټول هسې ډرامې کوي چې شهیدانو ته سلام یا دهغوئ قربانۍ به یادې ساتلی شي،

هغه وایي “وروره مونږ ته هیڅ سلامي یا یادګاري نه ده پکار،مونږ ته د ای پي ایس دپېښې بې پلوه پلټنې پکار دي ترڅو شیده جلا اؤ‌ اوبه جلا شي”

د مظهر ازاد په نوم یو تن په ټوئټر لیکي ټول هسې ډرامې کوي چې شهیدانو ته سلام یا دهغوئ قربانۍ به یادې ساتلی شي،

هغه وایي “وروره مونږ ته هیڅ سلامي یا یادګاري نه ده پکار،مونږ ته د ای پي ایس دپېښې بې پلوه پلټنې پکار دي ترڅو شیده جلا اؤ‌ اوبه جلا شي”

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر سکتر میا افتخار حسین په ټوئټر لیکلي “پینځه کاله دمخه اؤ اوس هم مونږ دا غوښتنه کوؤ چې ترهګري دې ختمه کړل شي”

پخپل یو بل ټوئټ کې هغه وایي “دا تیر پينځه کاله په والدینو څنګه تیر شول ،چانه به نفسیاتي مریضان جوړ شوي وي،څوک به اوس هم په انتظار وي،څوک به عکسونه ښکلوي اؤ د چا زړونه به مات شوي وي د مړو په څېر ژوند به کوي”

د ای پي ایس دپېښې دقربانیانو په یاد نن په ګرد هیواد کې دخواخوږې غونډې جوړې شوي اؤ ددغو غونډو زیاترو برخه والو په حکومت کلکې نیوکې کړي چې دای پي ایس دپېښې بې پلوه پلټنې یې ونکړل شوې.

دپاکستان سترې محکمې تیرکال ددغې پېښې دپلټنو دپاره دیو کمیشن جوړولو امر کړی ؤ چې دغه کمیشن تر دې مهاله د ګڼو کسانو بیانونه قلمبند کړي دي خو ترسره کړې پلټنې یې لا مخې ته نه دي راوړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG