لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرویز مشرف ته دمرګ له سزا اورول کیدو وروسته جي ایچ کیو کې دپوځي مشرانو مهمه غونډه


په پاکستان کې دځانګړې محکمې لخوا پخواني پوځی واکمن پرویز مشرف ته دائین ماتولو په جرم کې دمرګ د سزا اورول کیدو وروسته دپېنډۍ په پوځی مرکز (جي ایچ کیو) کې د پاکستان دپوځي مشرانو یوه مهمه غونډه روانه ده چې پکې په موجوده وضعیت صلاح مشورې کولی شي.

دپاکستاني میډیا له مخې دپوځي مشرانو دا غونډه دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ وروسته له هغې پیل شوې چې محکمې دګل‌ په ورځ ائین سره دغدارۍ په جرم کې دپوځ پخواني سرلښکر جنرال پرویز مشرف ته دمرګ سزا واوروله.

رسنۍ وایي غونډه کې لوړ پوړي پوځی چارواکي برخه لري اؤ احتمال دی چې هغوئ به د هیواد د موجوده وضعیت په تناظر کې ځېنې مهمې پرېکړې وکړي.

تر دې څو ورځې وړاندې هم د پوځ دکورکمانډرانو یوه مهمه غونډه وروسته له هغې په جی ایچ کیو کې دجنرال باجوه په مشرۍ شوې وه چې دپاکستان سترې محکمې دپوځ دسرلښکر دنوکرۍ دمودې غځولو په اړوند حکومتي اعلامیه وځنډوله.

سترې محکمې د درېوؤ کالو پځائ دجنرال باجوه دماموریت موده شپږ میاشتې له دې شرط سره غځولې چې په دې شپږو میاشتو کې به د پوځ دمشر دماموریت دمودې غځولو په اړوند پارلیمان قانون سازي کوي.

له دغې مهمې غونډې وروسته پاکستاني رسنیو ویلي وؤ چې په غونډه کې شوې پرېکړې به پوځي ویاند سبا دیو مطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې مخې ته راوړي خو په سبا دپوځي ویاند مطبوعاتي کانفرنس له دې دلیل سره وځنډول شو چې پوځي ویاند دخپلو مسلکي دندو له امله پېښور ته په سفر لاړو.

دپاکستان په تاریخ کې دا وړومبی ځل دی چې محکمې د حکومت دتختې نسکورولو اؤ ائین سره دغدارۍ کولو په جرم کې دپوځ یو پخواني سرلښکر ته دمرګ سزا اورولې ده اؤ هم یې دپوځ دموجوده مشر دماموریت درې کاله دغځولو مخه نیولې ده.

هرڅو که دپاکستان طاقتور پوځ تر دې مهاله دعدلیې د وروستیو اقداماتو په اړوند خپل دریځ لا په رسمي توګه نه دی څرګند کړی خو څېړونکي دپوځ ننۍ غونډه ډیره مهمه بولي اؤ احتمال ښایي چې پوځ به هم اوس دخپل نفوذ پځائ ساتلو دپاره ارو مرو څه مهمې پرېکړې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG