لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورونکی جسټس وقار احمد سېتهـ څوک دی؟ وپېژنئ يې


جسټس وقار احمد سېټهـ چې پخواني پوځي امر ته يې د ائين ماتولو د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې، نوموړی جج دا وخت د پېښور هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) دی.

جسټس وقار احمد سېټهـ د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې په ۱۶م مارچ ۱۹۶۱ کال کې زېږېدلی دی.

د پېښور هايکورټ د وکيلانو د اتحاديې مشر لطيف افريدی وايي د نوموړي قاضي پلار په خپله جج پاتې شوی ځکه سېټهـ زده کړې په پېښور کې کړي دي.

نوموړي قاضي د پېښور د اسلاميه کالج نه د بي اېس سي ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته د خېبر لا کالج نه په ۱۹۸۵م کې د وکالت ډګري (اېل اېل بي) ترلاسه کړه او په کال ۱۹۹۰ کې د پېښور هایکورټ بار ممبر جوړ شوی ؤ.

ښاغلی سېټهـ په کال ۱۹۸۶م کې وکالت پېل کړی او د ۲۵ کالو د وکالت وروسته په ۲۰۱۱م کال کې د پېښور هايکورټ جج ټاکل شوی ؤ.

لطيف افريدی وايي د نوموړي قاضي شخصيت رښتونی دی غلط بياني يې کله نه ده کړې د وکيلانو په تحريک کې پاتې شوی او هغه د کالت د وخت نه په چا خپل اثر د جج د زوي په حېث نه دی ښکاره کړی عاجزانه خوی یې کړی دی.

نوموړی وايي په ښاغلي جج کله د واک ناجايزه استعمال تور نه دی لګېدلی او کله يې سياسي فشار نه دی قبول کړی.

د پېښور هايکورټ يو بل وکيل فضل الهي د نوموړي جج په وخت کې د هغه د یادو اورول شوؤ فېصلو په اړوند وايي، د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان چې د اېکشن ان اېډ سېول پاور ارډيننس جاري کړی ؤ دغه ارډيننس جسټس وقار سېټهـ ختم کړی ؤ.

وکيل وايي د نوموړي جج يوه بله ښه فېصله هغه وه چې پوځي عدالتونو د مرګ کومې سزاګانې اورولې وې هغه يې اول معطلې او بيا ختمې کړې وې.

د نوموړي وکيل په وېنا جسټس سېټهـ د پېښور بس پروژې د پلټنو دپاره مرکزي تحقيقاتي ادارې ته (اېف ايي ای) ته د پلټنو کولو امر هم کړی ؤ.

وکیلان وايي د ښاغلي جج د ۱۷م دسمبر پروېز مشرف ته اورولې فېصله يې ځکه تاریخي ده او ياده به ساتل شي چې له دې وړاندې کله په پاکستان کې داسې نه دي شوي چې يو پوځي امر ته د مرګ سزا اورول شوي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG