لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د امن کمېټۍ پخوانی مشر سره د وراره په بريد کې وژل شوی


ترکستان بېټنی
ترکستان بېټنی

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د وسله والو تندلارو پرضد د جوړې امن کمېټۍ پخوانی مشر سره د وراره په وسله وال بريد کې وژل شوی، بل زوی او وراره يې ژوبل شوي دي.

د ټانک پوليس د پېښې پخلی کوي او وايي چې ترکستان بېټنی چې د امن کمېټۍ مخکنی مشر ؤ نن د خالي، شنبې په سهار په کړيوام علاقه کې پرې ډزې شوي هغه او د هغه سره یې وراره عزيزالرحمان وژل شوي، يو زوی او بل وراره يې ژوبل شوي دي.

د طالبانو حکيم الله محسود ګروپ د بريد زمه واري قبوله کړې ده، دا زمه واري د قاري سېف الله په نامه تن چې ځان د دغه ډلې ویاند معرفي کوي منلې ده.

پوليس وايي په سمدستي ډول دا نه شي ويلی چې د پېښې علت څه دی خو ځينې امنيتي سرچينې وايي د ترکستان خپله يوه شخصي لانجه وه او په هغې کې په نخښه شوی دی.

د ټانک د پوليس يو افسر عبدالواحد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی دی او زیاته کړې يې ده چې د پېښې په اړه به د ترکستان د کورنۍ په خبره ډېر مالومات وشي چې په شا يې د چا لاس دی.

ترکستان بېټنی څوک ؤ؟

ترکستان د ټانک ضلعې د جنډولې کړيوام اوسېدونکی او په قوم بېټنی ؤ. هغه د اېف سي ځواک څخه ریټايرډ صوبېدار مېجر ؤ.

او ځايي خلک وايي ترکستان په کال ۲۰۰۷م کې د بېت الله محسود په مشرۍ د طالبانو ملګری شوی ؤ خو وروسته يې د طالبانو د بل مشر عصمت شاهين سره لانجه جوړه شوې او لارې يې ترې جدا کړې وې.

هغه وروسته په علاقه کې د طالبانو پرضد لښکر جوړ کړی او د دوی ترمنځ نښتې هم شوې چې پکې دواړو غاړو ته مرګ ژوبلې هم اوختې وې او بیا په مطبوعاتو د ده نوم مخې ته راغلی ؤ.

د يوې مودې پورې د پټ پاتې کېدو وروسته هغه په کال ۲۰۱۷م کې ښکاره شوی او بيا په جمعيت علمااسلام ګوند کې شامل شوی او تراوسه د دې ګوند ملاتړی ؤ.

په ټانک کې یوه اوونۍ وړاندې هم په پوليس وسله وال برید شوی شپږ پوليس پکې ژوبل شوي چې په ژوبلو کې پرون يو پوليس افسر ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

تحريک طالبان پاکستان په پوليس د بريد زمه واري منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG