لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې امریکايي سرتيری وژل شوی


په افغانستان کې د امريکا پوځ ويلي يو سرتیری یې په جګړه کې وژل شوی دی، طالبانو د امریکايي سرتيري د وژلو ادعا کړې ده.

په افغانستان کې موجودو امریکايي ځواکونو په يو بيان کې د سرتيري د وژنې ويلي دي.

په دې بیان کې د وژل شوي امریکايي سرتیري له نوم او د پیښې د رامنځته کېدو څرنګوالي او د ځای په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي خو دایې ویلي چې په دې اړه به بشپړ معلومات له ۲۴ ساعتونو وروسته ورکړل شي.

بلخوا د افغانستان په شمال ختیځ کندز ولایت کې تیره شپه وسله والو طالبانو ویلي د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې په افغان او امریکايي پوځیانو ښخ کړل شوی ماین ته چاودنه ورکړې ده.

طالب ډلې ادعا کړې چې د ماین په دې چاودنه کې یو تن امریکايي پوځي وژل شوی او یو بل تن امریکايي پوځي سره له یوه افغان سرتیري ټپیان شوي دي.

د امریکا د پوځ دا سرتیری په داسې حال په جګړه کې وژل شوی چې دا مهال په افغانستان کې نزدې ۱۴ زره پوځیان میشت او ویل کیږي چې که له طالبانو سره دسولې موافقه لاس لیک شي د پوځ نیمايي شمېر به له افغانستان څخه اوباسي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG