لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخېبر پښتونخوا حکومت د بي ار ټي دپلټنو ایسارؤلو دپاره سترې محکمې ته عریضه وکړه


دخیبر پښتونخوا حکومت پېښور کې د تېز رفتاره بس دپروژې بی ار ټي دپلټنو دمخنیوي دپاره دپاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده چې اؤ غوښتنه یې کړې ده چې ستره محکمه باید د بي ار ټي دپلټنو په اړوند دپېښور هائیکورټ پرېکړه ناچله وګرځوي.

د روانې میاشتې په پیل کې د پېښور هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) وقار احمد سېټهـ د د بس پروژې په اړوند فېصله اورولې وه او مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) ته يې امر کړی ؤ چې د پروژې په اړوند دې په ۳۵ ورځو کې دننه پلټنې وکړي او رپوټ دې وړاندې کړي.

دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه تورونه لګوي چې بي‌ ار‌ ټي‌ پروژه کې د اربونو روپو غبن شوی دی اؤ روانه میاشت کې دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب مشر جاوید اقبال هم ویلي وؤ چې د بي ار ټي قضیه دنیب سره تیاره پرته ده خو محکمې ددغه قضیې په اړوند دپلټنو نه کولو لنډمهاله امر یا سټي ارډر جاری کړی دی.

د نهې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي چې دپېښور د پرمختیایي ادارې( پي ډي‌ ای) له اړخه دمخدوم علي خان ایډوکیټ په لاس دپاکستان سترې محکمې ته عریضه شوې چې باید د بي ار ټي دپلټنو مخه ونیسي.

په عریضه کې ویل شوي چې پېښور هائیکورټ دحقیقتونو سمه ارزؤنه نه ده کړې ځکه باید ستره محکمه دپېښور هائیکورټ پرېکړه ناچله وګرځوي اؤ په اوسنۍ عریضه دپرېکړې نه کیدو تر وخته دې ستره محکمه ايف ایي ای له پلټنو ایساره کړي.

تر دې دمخه دصوبایي حکومت ویاند اؤ داطلاعاتو صوبایي وزیر ښاغلي شوکت یوسفزئ میډيا سره خبرو کې ویلي وؤ چې که د بي ار ټي ‌په اړوند ایف ایي ای پلټنې کوي نو صوبایي حکومت به ورسره په دغو پلټنو کې همکاري کوي.

خو اوس سترې محکمې ته دپلبټنو په ضد د صوبایي حکومت دتګ په اړوند چې ډيوه نیوز داطلاعاتو دصوبایي وزیر د نظر معلومولو هڅه وکړه نو هغه ټيلي فون ته هیڅ رقم ځواب ونه ویلو.

د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په اوله کې د دې پروژې د شپږو نه تر اته مياشتو پورې سرته کولو ادعاوې يې کړې وې.

خو په دغه پروژه تراوسه کار روان دی لا سر ته نه ده رسول شوې څو ځله يې په پلان کې بدلونونه شوي او اوس ويل کيږي په پروژه کېدونکی خرڅ يا پېسې د ۸۰ اربه روپو نه سېوا شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG