لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې پاکستاني استاز جنېدحفيظ ته د مرګ په سزا اندېښنه څرګنده کړې


امریکې د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د پاکستاني عدالت لخوا جنېد حفيظ ته د مرګ په سزا اورولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

جنېد حفيظ د پاکستان د پنجاب صوبې د بهاالدين ذکریا پوهنتون مخکنی استاز دی په هغه تور ؤ چې په ټولنيزو رسنیو يې د مذهب د سپکاوي يو پوسټ شريک کړی او بيا په کال ۲۰۱۳م کې هغه په لاهور کې نيول شوی ؤ.

د خالي، شنبې په ورځ د ملتان په مرکزي زندان کې حفيظ ته د مذهب د سپکاوي په جرم کې د مرګ سزا اورول شوې او ويل شوي ؤ په ملزم د مذهب د سپکاوي تورونه ثابت شوي او د ۲۹۵ سي د مادې لاندې هغه ته د مرګ سزا اورولی شي.

د امریکا د نړيوالو مذهبونو د ازادۍ سفير سيم براؤن بېک په ټويټر جنېد حفيظ ته د مذهب په سپکاوي په سزا اورولو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه ويلي، جنېد حفيظ اووه کاله په يواځې بند کې ساتل شوی د پاکستان حکومت دې جنېد حفيظ ته په مقدمه کې د اورول شوې پرضد د خواست په لړ کې رونټیا وساتي او د انصاف پوره کولو دپاره دې ګامونه پورته کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان (اېچ ار سي پي) جنېد حفيظ ته د مرګ په سزا اورول کېدو د مایوسۍ څرګندونه کړې وه.

اېچ ار سي پي ويلي اداره په دې باور چې د مذهب د سپکاوي قانون ډېر زیات په ناوړه توګه کارول کیږي.

د بشري حقونو سازمان ويلي د جنېد حفيظ په مقدمه کې په پينځه کاله موده کې اته ججانو د مقدمې اورېدنه کړې د کوم له امله چې د مقدمې په انصاف سره اورېدل ناممکنه شوي وو.

په پاکستان کې د د بشري حقونو فعالينو او د مدني ټولنو يو شمېر غړو په ټویټر د دغې فېصلې په ضد سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي په پاکستان کې يو وارې بيا د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي نفرتونو او ذاتي ګټو لپاره کارول شوی دی.

XS
SM
MD
LG