لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي: د اشرف غني د بیا ټاکل کېدو ګټه به دا وي چې د افغانستان پالیسۍ به نه بدلېږي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې سیاسي څېړونکي وایي په افغانستان کې د جمهوریت او د تېر پینځه کلن حکومت د پالیسو د دوام لپاره دا ښه زېری دی چې یو ځل بیا اشرف غني د دې هېواد ولسمشر ټاکل کېږي ځکه چې وایي د سولې په روان بهیر کې به هم څه خنډ نه پېښېږي.

د سیاسي چارو څېړونکی پروفیسر اعجاز خټک وایي، په داسې هېواد کې چې په لسیزو جګړو او بدامنۍ ځپلی پر چېلنجونو برسېره په بریالیتوب سره ټاکنې کېدل پخپله په افغانستان کې د جمهوریت لپاره یو ډېر مهم پرمختګ دی:

"د اشرف غني [د راتګ] فایده دا ده چې پاکستان او نوره نړۍ هم ورسره بلده ده او دی هم ورسره بلد دی نو دا به دا وي چې د افغانستان په پالیسو کې به فرق نه راځي او جاري به وي".

د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر څه کم درې میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن د دسمبر پر 22مه لومړني نتایج اعلان کړل چې له مخې یې اشرف غني لومړی او عبدالله عبدالله پر دویم نمبر راغی.

د ثبات او همپالنې انتخابي ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشرۍ ځینو نورو امیدوارانو دا نتایج له درغلیو ډک بللي او ویلي یې دي چې د شکایتونو کمېشن دې د دوی شکایتونه وڅېړي. د انتخابي شکایتونو دفتر نن ویلي چې ور رسېدلي شکایتونه شاوخوا لس زره دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني نتایج په داسې وخت کې اعلان شوي چې د امریکې او طالبانو تر منځ خبرې تر څو میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي. په پېښور کې مېشت سیاسي څېړونکی مشتاق یوسفزی وایي، د سولې خبرې چې یو مهم پړاو ته رسېدلې دي په داسې وخت کې د اشرف غني او د ده د حکومتي ډلې په اوږو پرتې ذمه وارۍ ډېرې نازکې دي:

"د طالبانو په دریځ کې دومره بدلون راغی چې هغوی له افغان حکومت سره خبرو ته تیار دي، نو په افغانستان کې چې دومره لوی بدلون راځي دا بیا د اشرف غني او د هغه د ټیم غټه ذمه واري جوړېږي چې داسې یو ځای ته ځان و رسوي چې په افغانستان کې امن راولي".

پاکستان د نهې- سه شنبې په ورځ د افغانستان د صدارتي انتخاباتو د لومړيو نتايجو هرکلی وکړ او هيله یې څرګنده کړه چې د انتخاباتو وروستي نتايج به هم د افغانستان له انتخابي قوانينو سره سم په ټاکلي وخت مخې ته راشي.

ډاکټر اشرف غني د یو مدبر سیاستوال تر څنګ د اقتصاد ماهر هم ګڼل کېږي، هغه د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ملي یووالي حکومت په مهال ګڼ شمېر انتظامي اصلاحات کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره یې له بهرنیو هېوادونو سره سلګونه منصوبې لاسلیک کړې دي.

XS
SM
MD
LG