لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هند د پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په وېشونکې پوله (لاين اف کنټرول) باندې د هندي پوځ په ډزو کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ په ټويټر ويلي، "په تېرو ۳۶ ساعتونو کې هندي پوځ په لاين اف کنټرول (اېل اوسي) ډزې کړي او په ځوابي ډزو کې د هندي پوځ پوستې په هدف کړی شوي او د يو صوبېدار په ګډون يې ورله درې پوځيان وژلي دي. او په ډیوه سېکتر د پاکستان دوه پوځيان نايب صوبېدار کنډېرو او سپاهي احسان وژل شوي دي".

ای پي خبرې اداري د هندي پوځ د ویاند کرنل راجېش کاليا له قوله ويلي، " پاکستاني پوځ يې په رام پور کې پوستې په نخښه کړي يو پوځي يې وژل شوی او بيا دوی ځوابي عمليات کړي دي".

په اېل او سي دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دوه ورځې وړاندې د اېل او سي سفر سفر کړی ؤ.

جنرل باجوه ويلي ؤ " زمونږ د سولې د لېوالتیا خبره دې کمزوري ونه ګڼل شي. د کشمیر په سر به هیڅ کله جوړ جاړی ونه کړي. مونږ توان لرو او هر څه ته تيار يو چې د خپلې مورنۍ خاورې دفاع وکړو".

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير په وېشونکې پوله وخت په وخت دغه ډول پېښې کيږي او دواړه هېوادونه په يو بل تور لګوي چې د اوربند سرغړونه کوي.

XS
SM
MD
LG