لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قازقستان کې د مسافرو الوتکه غورځېدلې، ۱۴ مړه ۳۵ ژوبل


د قازقستان د چارواکو په وېنا نن د جمعې په سهار د الماتي ښار سره نزدې د مسافرو يو الوتکه د اوچتېدو سره سمه راغورځېدلې، ۱۵ تنه پکې مړه شوي او ۳۵ پکې ژوبل شوي دي.

د الماتي ښار د چارواکو په وېناپه الوتکه کې د عملې سره ۱۰۰ تنه سواره ؤ.

د قازقستان د سېول اېوي اېشن په وېنا مسافر الوتکه د الماتي ښار نه پلازمينې نور سلطان ته روانه وه او چې کله اوچته شوه لږه شېبه وروسته د يو وداني سره په ټکر شوې او راغورځېدلې ده.

چارواکو په پېښه کې د مړينو د سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG