لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شفيق اېډوکېټ وايي په بند کې ترې د پي ټي اېم او منظور پشتين پوښتنې کېدې


د پنجاب صوبې د اوکاړه سیمې نه تښتول شوی وکيل شفيق اېډوکېټ ۱۷ ورځې وروسته بيرته کور ته ستون شوی دی، هغه وايي په بند کې ترې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او منظور پشتين په اړوند پوښتنې کېدلې.

شفيق اېډوکېټ د روانې میاشتې په لسمه نېټه د کور سره نزدې څو کسانو په زوره په ګاډي کې اچولی او بې درکه کړی ؤ، هغه پرون به بهکر سيمه کې په خوشي مېدان پرېښودی شوی دی.

نوموړي وکيل وي او ای ته د نوم اخيستو پرته ويلي، هغو خلکو تښتولی ؤ چې هر څوک يې پېژني، لاسونه يې ورله تړلي او سترګې يې ورله پټې کړې وې او په يوه وړه کوټه کې په بند کې ساتل کېدو ؤ.

هغه ويلي پوښتنې ترې کېدې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دې غورځنګ د مشر منظور پشتين سره یې څه تعلق دی او هغو ته پېسې څنګه ورکوي؟.

هغه زياته کړې د څو نورو کسانو په اړوند ترې هم پوښتنې شوي دي.

نوموړی وکيل له دې وړاندې هم د روان کال د جون په مياشت کې تښتول شوی او د څو ورځو بې درکۍ وروسته په ژوبل حالت کې بيا خوشی کړی شوی ؤ.

د شفيق په اړوند ويل کيږي هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ په حق کې په ټولنيزو رسنيو پوسټونه کول.

په نوموړي د رياستي ادارو د نيوکو تور دی او په دغو تورونو کې په هغه د سايبر کرايم قانون لاندې مقدمې درج کړی شوي خو په دغو مقدمو کې هغه ضمانتونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG