لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اؤ سندهـ صوبو کې دپولیو نوې څلور پېښې،پاکستان کې یې شمیره ۱۱۷ؤ ته ورسېده


په خیبر پښتونخوا اؤ سندهـ صوبو کې دپولیو د څلورو نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره دسږکال په اوږدو کې په پاکستان کې دپولیو دټولو پېښو شمیره ۱۱۷ؤ ته رسېدلې ده.

دپاکستان دصحت مرکزي ادارې (این ایي ایچ) پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دخیبر پښتونخو په بنو اؤ ټانک اؤ دسندهـ صوبو په سکهر اؤ‌ ټنډو الله یار سیمو کې رامخې ته شوي دي.

دټانک په سیمه کې چې په کوم ماشوم کې دپولیو وائروس ښودل شوي دهغه عمر ۱۵میاشتې ښودل شوی اؤ د صحت محکمه وایي چې دبنو په سکندرخیلو سیمه کې هم یوه د ۱۷میاشتو ماشومه د پولیو رنځ اغېزمنه کړې ده.

په خېبرپښتونخوا کې له دې وړاندې ۸۱ پېښې رپوټ شوې وې.

لکي مروت د خېبرپښتونخوا هغه ضلع وګرځېده چرته چې روان کال د پوليو تر ټولو زياتې پېښې مخې ته راغلې او د پوليو شمېره دغلته ۲۹ ته ورسېده، په خېبرپښتونخوا کې د پولیو نه په دوېم نمبر زیاته اغېزمنه ضلع بنو ده او دغلته تراوسه پورې د پوليو ۲۵ پېښې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې دا تازه پېښې په داسې حال کې رپوټ شوي چې په ملک کې د پوليو ضد پينځه ورځنی کمپاين روانه اوونۍ سرته سېدلی دی.

ددغه کمپائن په مهال د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې د پوليو ټيم په ساتونکو دوه پوليسو وسله والو ډزې کړې وې چې پکې دواړه پولیس عسکر وژل شوي وؤ

تحریک طالبان پاکستان د پوليسو د وژنې زمه واري منلې وه.

پاکستان کې په دې وروستیو کې د پولیو دڅاڅکو په ضد دبیلابیلو محاذونو څخه سختې پروپیګنډې کیږي اؤ دصحت دمحکمې چارواکي وایي چې دغه پروپیګنډې هم دپولیو ضد کمپائن ته ضربه رسولې اؤ اوس ګڼ شمیر والدین خپلو ماشومانو ته دپولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG