لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بغداد کې په زرګونو مظاهرینو دامریکا په سفارتخانه برید کړی


دعراق پلازمینه بغداد کې پاریدلو مظاهرینو دامریکا په سفارتخانه برید کړی اؤ دغلته یې له دماتې ګوډې کولو ترڅنګ امریکایي بیرغ هم سوځولی دی.

دنړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې داتوار په ورځ دامریکایي ځواکونو لخوا د ایران پلوه تنظیم کتائب حزالله په ضد دشوؤ عملیاتو خلاف په زړګونو پاریدلي مظاهرین دنهې په ورځ بغداد کې په امریکایي سفارتخانه ورختلي اؤ دغلته یې دامریکا په ضد کلک شعارونه ورکړي دي.

راپورونه وایي په زرګونو مظاهرین چې ښځې هم پکې شاملې وې بغداد کې دامریکایي سفارت په دیوالونو ورختلي دامریکا بیرغ یې راکوز کړی اؤ اورته یې ورته لګولی دی .

دغو پاریدلو مظاهرینو دامریکا سفارت کې امنیتي کیمرې دروازې اؤ نور شیان هم مات کړي اؤ په دیوالو یې امریکا ضد شعارونه لیکلي دي.

راپورنه زیاتوي چې دبرید په مهال دسفارتخانې څخه امریکایي سفیر اؤ نور مامورین په خوندي توګه بهر ویستل شوي اؤ‌ یو خوندي مقام ته وړل شوي دي.

تر دې بریده وړاندې دعراق حکومت هم امریکا ته د اتوار د ورځې په برید خبرداری ورکړی ؤ چې په داسې بریدونو دامریکا اؤ عراق اړېکې خرابیدای شي.

امریکایي جنګې الوتکو د اتوار په ورځ دایران پلوه تنظیم کتائب حزب الله په مرکزونو بمباري کړې وه چې د راپورونو په اساس پکې ددغه تنظیم دمهمو مشرانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵کسان وژل شوي اؤ ۵۱نور ژوبل شوي وؤ.

د دوشنبې په ورځ دعراق حکومت په دغه برید خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې داسې رقم عملیات دعراق دخپلواکۍ په ضد دي اؤ دځواب دپاره به امریکایي سفارتکار رابلل کیږي.

دامریکا حکومت دریځ لري چې دعراق چارواکي دامریکایي ګټو په ساتنه کې ناکام شوي دي

XS
SM
MD
LG