لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: ایران په عراق کې د امریکا په سفارت برید تنظیموي


واشنګټن: د عراق په پلازمېنې بغداد کې د امریکا د سفارت امنیتي ځواکونو د نهې یا سې شنبې په ورځ په هغو لاریون کونکو باندې اوښکې بهونکي ګاز کارولي څوک چې د سفارت بهرنۍ څنډې ته ننوتي وو.

لاریون کونکو په عراق او سوریه کې په ایران پلوو ملیشو باندې د امریکا د هوايي بریدونو غندنه کوله.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د امریکا په سفارت باندې د یرغل تور په ایران پورې کړی او په دې اړه یې په خپل ټویټر لیکلي.

"ایران یو امریکايي قراردادي وژلی او ګڼ نور یې ژوبل کړي. مونږ په ځواکمنه توګه ځواب ورکړ او هرکله به همداسې وکړو. اوس ایران په عراق کې د امریکا په سفارت باندې برید تنظیموي. دوی به په بشپړه توګه ګرم وبلل شي. مونږ تمه لرو چې عراق به د سفارت په ساتلو کې له خپلو ځواکونو کار واخلي او همداسې ورته ویل شوي."

د امریکا په هوايي بریدونو کې د کتایب حزب الله د ډلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي وو.

له دغو زرګونو لاریون کونکو څخه ځینو یې واړه اورونه لګولي وو، د تیږو ګوزارونه یې کول او د کتایب حزب الله د ډلې په پلوي یې بیرغونه پورته کړي وو.

که څه هم د امریکا په دغو بریدونو باندې د لوړ پوړو عراقي چاراکو لخوا نیوکې شوي خو امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوو ملیشو پرضد له خپلو هوايي بریدونو څخه دفاع کړې او د نورو بریدونو خبرداری یې هم ورکړی.

خپله د کتایب حزب الله ملیشو هم ددغو بریدونو په غبرګون کې د غچ اخیستلو ګواښ کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جګ پوړي چارواکي د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

"مونږ به ایران پرې نه ږدو چې د خپل پلوو ځواکونو له لیارې د امریکا د ګټو پرضد بریدونه وکړي."

امریکا په عراق او سوریه کې خپل وروستي هوايي بریدونه دفاعي بریدونه ګڼلې او ویلي یې دي چې دا د جمعې د ورځې د هغه برید په غبرګون کې شوي په کوم کې چې د عراق په یو پوځي مرکز کې یو دفاعي قراردادي وژل شوی و.

خو کتایب حزب الله ډلې د جمعې د ورځې په بریدونو کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي دغه بریدونه غندلي وو او په یو بیان کې یې خبرداری ورکړی چې د امریکا داسې کارونه د زغملو نه دي او دا به ناوړه پایلې ولري.

په بیان کې دا هم راغلي دي چې د امریکا دغه بریدونه د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګند تیری دی.

امریکايي چارواکو ددې په غبرګون کې په عراق باندې تورونه پوري کړي چې ایران پلوو ملیشو ته یې په خپل هېواد کې د عملیاتو اجازه ورکړې کومو چې په تېرو دوو میاشتو کې په امریکا او ایتلافي ځواکونو باندې دې ته ورته ۱۱ بریدونه کړي دي.

امریکايي چارواکو په عراقي چارواکو باندې دا نیوکې هم کړي چې د کتایب حزب الله د ډلې د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ګل په ورځ ددغو بریدونو په اړه له خپلو متحدینو سره غږېدلی چې په هغو کې د اسرایلو لومړی وزیر بین یمین نتن یاهو، د ابوظبي ولیعهد محمد بن زید او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان شامل وو.

پمپیو د امریکا په دې دریځ یو ځل بیا تینګار کړی چې له خپلو ګټو به دفاع کوي او د ایرانیانو د کړنو مخه به نیسي.

د ایران ددفاع وزیر هم د ګل یا دوشنبې په ورځ په عراق او سوریه کې د امریکا لخوا وروستي بریدونه غندلي او دا یې د ترهګرۍ یو ښکاره عمل ګڼلی.

خو امریکايي چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې په ایران باندې به په نوي کال کې نور اقتصادي بندیزونه هم ولګول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG