لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د تحریک انصاف حکومت د نوي کال په پېل کېدو تېل ګران کړي


د پاکستان تحریک انصاف حکومت د نوي کال په پېل کېدو سره د تېلو بيعې لوړې کړي او په يو ليټر پټرولو دوه روپۍ او ۶۱ پېسې سېوا کړی شوي دي.

پاکستان کې د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) د تېلو وزارت ته د تېلو د بېعو سېوا کولو سپارښتنه کړې او حکومت تېل ګران کړي دي.

د نوؤ بېعو ترمخه د پټرولو يو ليټر دوه روپۍ ۶۱ پېسې سېوا کړی شوی چې ورسره د پټرولو د يو ليټر بيعه ۱۱۶ روپۍ او ۶۰ پېسې شوي دي.

هايي سپيډ ډيزل دوه روپۍ ۲۵ پېسې سېوا کړی شوي چې ورسره د يو ليټر بيعه ۱۲۷ روپو او ۲۶ پېسو ته لوړه شوې ده.

د خاورو تېل د يو ليټر په سر د درېو روپو او ۱۰ پېسو ګرانولو سره ۹۹ روپو ۴۵ ته رسېدلي او لايټ ډيزل دوه روپۍ اته پېسې ګران کړی شوي او نوی نرخ یې ۸۴ روپۍ ۵۱ پېسې شوی دی.

اوګرا اېل پي جي ګېس هم ۲۵ روپۍ ګران کړی او د کورني ګېس سلېډر د ۱۵۱۳ روپو نه ۱۷۹۱ روپو ته ورسېدو.

ويل شوي نوې بېعې به نن د جنورۍ ۲۰۲۰م د لمړۍ نېټې شورو، چارشنبې د ورځې نه عملي وي.

د سرکاري میډيا ترمخه حکومت د اوګرا په سپارښتنه د تېلو بیعې يې د نړيوالې منډۍ سره برابرې کړي.

خو د اقتصادي چارو کار پوهان وايي حکومت د کال ۲۰۱۹م ۲۰۲۰م د مالي کال د ټېکسونو هدف پوره کړي او د بجټ خساره کمه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت په تېر يو کال کې يو ليټر پټرول د ۹۵ روپو ۸۳ پېسو څخه د ۱۱۴ روپو پورې سېوا کړي وو، دغه ټول د تېلو د نورو توکيو بيعې ورسره هم لوړې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG