لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو بریدونو کې ۲۸ افغان سرتیري وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په کندوز، بلخ اؤ تخار ولایتونو کې په امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو کې ۲۸افغان سرتیري وژل شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا دیو امنیتي سرتيري چې نوم یې نه دی ښودلی،له خولې ویلي چې طالبانو تیره شپه دکندوز دشت ارچي ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو برید کې چې پکې ۱۳ افغان سرتیري وژل شوي دي.

خو هم په دغه راپور کې بیا د کندوز دپولیسو ویاند انعام الدین رحماني ویلي چې په یاد برید کې یوازې دوه پولیس عسکر وژل شوي .

په عین حال کې دبلخ ولایت د لویې لارې د ساتنې قوماندان فواد صالح رسنیو ته ویلي دبلخ په علم خیلو کلي کې وسله والو طالبانو دافغان ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې له امله یې اته سرتیري وژل شوي دي.

هغه ویلي دبرید په مهال په دغه پوسته کې ۱۴سرتیري موجود وؤ خو شپږو نور ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی

همدغه شان دتخار د والي ویاند جواد هجري وایي د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې هم تیره شپه طالبانو په یوه امنیتي‌ پوسټو بریدونه کړی چې پکې اووه افغان سرتیري وژل شوي دي.

امریکا غږ اشنا ته د والي ویاند ویلي چې په دغه مهال شوې نښته کې ۱۱طالبان هم وژل شوي دي خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته لیږلي بیان کې دعوه کړې ده چې دتخار بریدونو کې ۱۶ افغان امنیتي عسکر وژل شوي دي

دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې په امنیتي ځواکونو طالبانو دا تازه بریدونه په داسې حال کې کړي چې تیره ورځ طالب ویاند رسنیو ته ویلي وؤ هغوئ دامریکا په غوښتنه د جګړې په محدودولو خپلو کې صلاح مشورې کوي.

تیره اوونۍ په رسنیو کې داسې دعوې شوې وې چې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ له سولې وړاندې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو نه د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې ده اؤ‌ په دې غوښتنه دمشورو کولو دپاره دطالبانو یو پلاوي پاکستان ته سفر هم کړی دی.

خو طالبانو تیره ورځ سپینه کړې وه چې هغوئ اوربند نه کوي البته د جګړو اؤ تاؤ تریخوالي په راکمولو خپلو کې په مشورو بوخت دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG