لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنوي کال په پیل پاکستان اؤ هند یو بل ته دخپلو اټومي تنصیباتو فهرستونه وسپارل


دکشمیر دلانجې پسر یو بل ته رابرندو اټومي ګاونډي هیوادونو پاکستان اؤ هند دنوي کال په پیل کیدو سره یو بل ته په سفارتي کچه دخپلو،خپلو اټومي تنصیباتو فهرستونه سپارلي دي.

دچهارشبنې په ورځ دفهرستونو دسپارلو داعمل داسلام اباد اؤ نوي ډیلي ترمنځ کال ۱۹۹۸۸ کې دشوي تړون له مخې ترسره شوی دی.

ددغې تړون له مخې دواړه ایټمي هیوادونه اړ دي چې هرکال به یو بل ته دخپلو اټومي ټنصیاتو فهرستونه سپاري.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر دچهارشنبې په ورځ یو بیان کې ویلي چې دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت دخپلو اټومي تنصیباتو فهرست په اسلام اباد کې د هند هایي کمشنر ته سپارلی دی.

همدا راز دهند دبهرنیو چارو وزارت هم دخپلو اټومي تنصیباتو فهرست دپاکستان هایي کمیشن ته سپارلی اؤ دهند د بهرنیو چارو وزارت ددې فهرست دسپارل کیدو پخلی کړی دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر وایي پاکستان اؤ هند په ۳۱م دسمبر کال ۱۹۸۸کې د یو بل په اټومي تنصیباتو د بریدونو نه کولو په اړوند په یو تړون لاسلیکونه کړي وؤ.

دا تړون په وړومبي ځل په ۲۷مه جنورۍ کال ۱۹۹۱ کې عملي شوی ؤ په اوله جنورۍ کال ۱۹۹۲ کې په وړومبي ځل اسلام اباد اؤ نوي ډیلي یو بل ته دخپلو اتومي تنصیباتو فهرستونه سپارلي وؤ چې له هغې راپدیخوا دا عمل پرته له ځنډه دوامداره دی.

XS
SM
MD
LG