لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان مرکزي کابېنې دپوځ دپاره قانون کې دبدلون منظوري ورکړه


دپاکستان مرکزي کابېنې دپوځ دپاره په قانون یا ایکټ کې دبدلون منظوري ورکړې ده چې له دې وروسته به دقانون سازۍ دپاره دا قانوني مسوده پارلیمان وړاندې کړل کیږي.

دپاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس دمرکزي کابېنې بېړنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کراچۍ کې شوې چې پکې مهمو دولتي مشرانو برخه اخستې وه.

رسنۍ وایي دا غونډه یوازې دنوې نکتې په ایجنډا راجوړه شوې وه اؤ پکې دسترې محکمې دامر په اساس دپوځ دپاره قانون کې دبدلون منظوري ورکړل شوه.

دپاکستان حکومت دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دملازمت دمودې سرته رسولو وروسته دنورو درېوؤ کالو دپاره هم پخپله څوکۍ ګمارلی خو دسترې محکمې د درېوؤ کالو دپاره دهغه ګمارنه ناچله ګرځولې وه اؤ تر شپږو میاشتو یې دپوځ دسرلښکر په توګه دجنرال باجوه دپاتې کیدو منظوري ورکړې وه.

سترې محکمې په ۲۸م نومبر خپله پرېکړه کې امر کړی ؤ چې د پوځ دمشر دملازمت دمودې غڅولو اؤ ګمارنې په اړه باید پارلیمان په شپږو میاشتو کې قانون سازي وکړي .

رسنۍ وایي دکابینې ننۍ غونډه کې دپوځ دپاره دقانون ترمیم شوې هغه مسوده باندې غور اؤ بحث شوی چې پکې د پوځ دسرلښکر دملازمت دمودې غځولو اؤ ګمارنې عمل واضحه کړل شوی اؤ کابېنې ددې مسودې منظوري ورکړې ده.

دکابینې څخه له منظوریدو وروسته به اوس دا قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کړل کیږي اؤ چې هرکله یې پارلیمان هم منظوره کړي نو بیا به دیو قانون بڼه خپله کړي.

دپوځ دمشر دملازمت موده کې دپراخه دوسیه چې کله په دې وروستیو کې دپاکستان په ستره محکمه کې اوریدل کیدله نو قانون پوهانو دریځ خپل کړی ؤ چې دپوځ دپاره قانون دپوځي سرلښکر په ګمارنه اؤ دملازمت موده کې په پراختیا ګونګ دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG