لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب اسمبلۍ د مذهب د سپکاوي قانون د لا سختولو لپاره قرارداد منظور کړ


واشنګټن ــــ د پنجاب اسمبلۍ په متفقه توګه یو قرارداد منظور کړی چې پکې یې له مرکزي حکومته غوښتي، پر سوشل مېډیا د مذهب د سپکاوي کوونکو په اړه دې نوی قانون جوړ کړي یا دې په موجود قانون کې څه بهتري راولي.

قرارداد له مسلم لیګ نواز ګوند سره تړاو لرونکي د ماینونو صوبایي وزیر حافظ عمار یاسر وړاندې کړی چې د واکمنو او اپوزیشن ګوندونو له مخالفت پرته په متفقه توګه منظور شوی دی.

د قرارداد په بنیاد صوبایي وزیر له مرکزي حکومته یې غوښتي چې د سعودي عرب غوندې د څارنې او پاکۍ یو مرکزي سیسټم دې جوړ کړي چې له ټولنیزو رسنیو د مذهب د سپکاوي مواد لرې کوي.

عمار یاسر د قرارداد د وړاندې کولو په وخت د اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، په هېواد کې د مذهب د سپکاوي قانون شته خو په روح او د لیک تر حده نه عملي کېږي:

"دا قانون اوس هم ډېرو خلکو ته اجازه ورکوي چې د اظهار د ازادۍ په جامه کې مذهب ته سپکاوی وکړي او د مسلمانانو احساسات زخمي کړي".

صوبایي وزیر دا هم ویلي چې اوس هم پر سوشل مېډیا او په نړیوالو چاپي او الیکټرانک مېډیا کې د مذهب د سپکاوي مواد شته، خو په مشخص ډول یې د کومې رسنۍ نوم نه دی یاد کړی.

د مذهب د سپکاوي له قانونه تر ټولو زیات د پنجاب صوبې عیسایان اغېزمن دي، هلته د عیسایانو یو مشر جوزف فرانسس د پنجاب اسمبلۍ قرارداد په سختو ټکو غندلی دی، هغه وي او اې ډیوه ته وویل:

"د دې قرارداد هیڅ ضرورت نه وو، دوی هسې ځانونه د اسلام ټېکداران ثابتول غواړي، پر عیسایانو هسې هم ځمکه تنګه کړل شوې ده، د منظور شوي قانون په بنیاد عیسایان نور ځپل غواړي".

د پنجاب اسمبلۍ د منظور شوي قرارداد په بنیاد له مرکزي حکومته غوښتنه شوې چې د هېواد مذهبي چارو د مرکزي وزارت او د متحده علماء بورډ له اجازتنامې پرته دې د ملکي او نړیوالو مذهبي کتابونو پر چاپ او خرڅلاو بندیز ولګول شي:

"هغه کتابونه چې د مذهب خلاف مواد پکې شامل وو سمدستي دې ضبط کړل شي او پاکستان ته په راتګ دې یې بندیز ولګېږي".

د پاکستان د بشري حقونو د تنظیم ایچ آر سي پي یو غړی حارث خلیق وایي، د مذهب د سپکاوي قانون ته دې بیا کتنه وشي او د دې قانون د غلط کارول کېدو مخه دې ونیول شي. حارث خلیق د پنجاب اسمبلۍ په قرارداد کې په پاکستان کې د سعودي عرب له خوا د سوشل مېډیا د څارنې د نظام د غوښتنې عملي کېدل ناممکن ګڼي:

"په سعودي عرب کې خو شهنشاهیت دی پارلمان نه شته، هلته که د مذهب د سپکاوي یا بل قانون وي هغه د وهابیت تر سیوري لاندې جوړېږي، خو د دې په نسبت په پاکستان کې یو منتخت پارلمان او آیین دی او هر قانون د آیین په بنیاد جوړېږي".

په پنجاب کې د مذهب د سپکاوي د قانون په ملاتړ دا قرارداد په داسې وخت کې منظور شوی چې د تېرې دسمبر میاشتې په 21مه نېټه د پنجاب د ملتان ښار یوه عدالت هغه ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا واوروله.

د بشري حقونو ملکي او نړیوال تنظیمونه په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون توپیري ګڼي او تور پورې کوي چې دا قانون په دې هېواد کې د مذهبي لږکیو په ضد د شخصي ګټو لپاره کارول کېږي، د پاکستان سپریم کورټ هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په دغه لانجمن قانون کې د پوځي آمر جنرل ضياءالحق په وخت کې نورې سختې دفعې ور اچول شوې وې او رپوټونه وايي د 1987م کال نه تر 2017م کال پورې په نزدې 1500 کسانو د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړې شوې وې او د سنټر فار سوشل جسټس نومې ادارې د رپوټ تر مخه تر اوسه پورې د دې لانجمن قانون لاندې 75 کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG