لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان ددفاع وزارت محکمه کې منلې چې دلادرکه کسانو وکیل انعام الرحیم پوځ نیولی


د اوریدنې په مهال محکمه کې مرستیال سرکاري وکیل یا اسسټنټ اټارني جنرل محمد حسین د لادرکه وکیل انعام الرحیم دبې درکۍ په اړه ددفاع وزارت رپورټ وړاندې کړی اؤ منلې یې ده چې کرنل(ر)انعام الرحیم پوځ نیولی دی.

دپاکستان ددفاع وزارت محکمې ته منلې ده چې تیره میاشت دپېنډۍ ښار نه لادرکه شوی وکیل کرنل انعام الرحیم پوځ نیولی اؤ اوس هم دپوځ سره دی.

د زیارت په ورځ دلاهور هائیکورټ د پېنډۍ څانګه کې قاضي مرزا وقاص روف د انعام الرحیم دلادرکۍ په اړوند دهغه د زوئ حسنین انعام له لوري د ورکړل شوې عریضې اوریدنه کړې ده.

د اوریدنې په مهال محکمه کې مرستیال سرکاري وکیل یا اسسټنټ اټارني جنرل محمد حسین د لادرکه وکیل انعام الرحیم دبې درکۍ په اړه ددفاع وزارت رپورټ وړاندې کړی اؤ منلې یې ده چې کرنل(ر)انعام الرحیم پوځ نیولی دی.

دپوځ دپخواني افسر انعام الرحیم په اړه ویل کیږي چې هغه به پوځي محکمو څخه د سزاوار شوؤ اؤ لادرکه خلکو مقدمې کولی اؤ په محکمو کې به یې دهغوئ وکالت کولو.

دپاکستاني میډیا له مخې کله چې محکمې د مرستیال سرکاري وکیل نه وپوښتل چې پوځ دغه وکیل ولې نیولی نو هغه محکمې ته وویل چې انعام الرحیم د رسمي رازونو څخه دسړغړونې دقانون لاندې نیول شوی خو هغه په دې اړوند محکمې ته نور هیڅ جذئیات نه دي ښکاره کړي.

محکمې د مرستیال سرکاري وکیل دلیلونه د ډاډ وړ ونه بلل اؤ ایډیشنل اټارني جنرل راجه عابد حسین یې په دغه قضیه کې دسبا دجمعې په ورځ محکمې ته راوبللو.

محکمې په دغه موقعه پوښتنې راولاړې کړي دي چې کرنل ریټائرډ انعام الرحیم د کوم غرض دپاره له کوره پورته کړل شوی اؤ هغه دکوم قانون لاندې بند کې ساتل شوی دی؟

وروسته دقضیې اوریدنه د جمعې تر ورځې وځنډول شوه.

کرنل(ر)انعام الرحیم څوک دی؟

دپاکستان دپوځ پخوانی افسر انعام الرحیم دپنجاب ایالت دپېنډۍ ښار اوسیدونکی دی اؤ هغه دهاغو خلکو وکالت کوي چې یا په جبري توګه له کورونو لا درکه کړل شوي اؤ یا ورته پوځي محکمو سزاګانې ورکړي دي.

هغه په تیرو وختونو کې دپاکستان په پوځي مرکز جي ایچ کیو شوي برید کې دتورنو کسانو وکالت هم کړی ؤ.

ددې ترڅنګ نوموړي وکیل د سترې محکمې دځېنو ججانو په ضد قضیې هم دائر کړې وې چې هغې کې دجج منصورعلي شاه نوم هم شامل دی.

دانعام الرحیم دکورنۍ دغړو په وینا هغه تیره میاشت پېنډۍ کې دخپل کور څخه نامعلومو کسانو پورته کړی دی.

د لادرکه کیل ځوئ حسنین انعام امریکا غږ ته په دې وروستیو کې ویلي وؤ چې دهغه دپلار په تښتونه کې په احتمالي توګه د هغه ځینې پخواني دوستان هم لاس لرلی شي.

د ددفاع د وزارت لخوا د انعام الرحیم دپوځ لخوا دنیول کیدو دپخلي نه وروسته حسنین انعام رسینو ته ویلي هغه په دې خوشحاله دی چې پلار یې ژوندی دی.

هغه وایي په پلار یې د رسمي رازونو دقانون نه دسرغړونې تور لګول شوی خو هغه ډیره موده وړاندې دپوځ نه ریټائرډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG