لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ دپاره په قانون کې د بدلون قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی شوې


Pakistan Politics
Pakistan Politics

د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د پوځ په قانون کې د بدلون دپاره قانوني مسوده وړاندې کړی شوې چې د درې واړو پوځونو د مشرانو د نوکرۍ د مودې غځولو دپاره پکې بدلون وشي.

قومي اسمبلۍ ته درې قانوني مسودې وړاندې کړی شوي چې پکې د ځمکني، هوايي او سمندري ځواک د نوکرۍ د مودې غځولو خبره شوې او بيا دغه مسودې د دفاع قايمه کمېټۍ ته لېږل شوي دي.

قانوني مسودې د تحریک انصاف د حکومت د دفاع وزير پروېز خټک وړاندې کړي دي.

د قانوني مسودو وړاندې کولو وروسته اسپيکر اسد قېصر غونډه تر سبا پورې ځنډولې او ويل کیږي ښايي سبا بيا په قانوني مسوده په قامي اسمبلۍ کې رايې ورکړی شي.

د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ ن د پوځي مشر د نوکرۍ د مودې غځولو په قانون کې د بدلون غېر مشروط ملاتړ اعلان کړی او پيپلز ګوند ويلي چې د پارلیماني لارې په قانون کې بدلون کيږی نو دوی به يې ملاتړ کوي.

عوامي نیشنل ګوند هم ويلي دا معامله پارلیمان ته راوړل شوې ځکه دوی يې هم ملاتړ کوي.

د تحریک انصاف حکومت د تېر کال اګست په مياشت کې د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو پرېکړه کړې وه.

خو دغه پرېکړه بيا په سپريم کورټ کې چېلنج شوې او عدالت بيا د نومبر په مياشت کې امر کړی او حکومت ته يې وخت ورکړی چې دې په دې لړ کې دې په شپږو میاشتو کې قانون جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG