لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وړومبي ځل کیلاش قبېلې اؤ شمالي وزیرستان ته دپښتونخوا حکومت کې استازیتوب ورکړل شو


دخیبر پښتونخوا صوبې په کابېنه کې د وزیرانو دمحکمو بدلولو ترڅنګ نوي وزیران اؤ مرستیالان شامل کړل شوي چې له امله یې په وړومبي ځل چترال کې میشت دلږکیو کیلاش قبېلې اؤ شمالي وزیرستان ته هم حکومت کې استازیتوب ترلاسه شوی دی.

د خالي په ورځ دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبایي وزیر ښاغلي شوکت یوسفزي رسنیو ته ویلي دشمالي وزیرستان څخه دصوبایي اسمبلۍ غړي اقبال وزیر ته حکومت کې د ریلیف یا اسانیو ورکولو وزارت سپارل شوی دی اؤ دچترال نه د لږکیو دقبېلې کیلاش غړي وزیر زاده ته د وزیراعلي دځانګړي مرستیال یا معاون په توګه ذمه وارۍ سپارل شوي دي.

دشوکت یوسفزئ له مخې شاه محمد کابېنه کې د ټرانسپورټ د وزیر په توګه شامل کړی شوی اؤ خلیق الرحمان د لوړو زده کړو دپاره د وزیراعلی صلاح کار ټاکل شوی دی.

همدا راز عارف احمدزئ ،شفیع الله،ریاض خان ،ظهور شاکر،احمد خان سواتی،غزن جمال اؤ تاج محمد ته هم د وزیراعلی د ځانګړو مرستیالانو په توګه کابېنه کې ذمه وارۍ سپارل شوي دي.

شوکت یوسفزي ویلي عارف احمدزئ به دمعدنیاتو اؤ غزن جمال به د ایکسائز دمحکمو مشري پغاړه لري.

دبلدیاتو د وزیر شهرام ترکیې وزارت هم بدل کړل شوی اؤ هغه ته دصحت وزارت سپارل شوی اؤ د صحت وزیر هشام انعام الله به له دې وروسته د ولسي ښېګړې وزیر وي.

همدا راز اکبر ایوب نه د سي اینډ ډبلیو محکمه بیرته اخستل شوې اؤ دتعلیم وزارت ورسپارل شوی دی اؤ د انفارمیشن ټېکنالوجۍ په هکله د وزیراعلي ځانګړي معاون کامران بنګش ته دبلدیاتو دمحکمې مشري ورکړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG