لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې دوه تنه وژلي ۱۴ یې ټپیان کړي، پاکستاني طالبانو یې ذمه واري‌ منلې


واشنګټن ـــ د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې نن یوه چاودنه شوې چې تر اوسه پورې پکې د دوو تنو د وژل کېدو او څورلسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په پېښه کې وژل شوي او اکثره ټپیان عام خلک ښودل شوي‌ دي.

چارواکي وایي چاودنه د ښار پر میکانګي سړک باچا خان چوک ته نیژدې له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې شوې چې وایي چاودېدونکي مواد یې په یوه موټرسایکل کې پټ کړي وو.

پولیس چارواکي وایي چاودنه د ملېشه ځواکونو پر یوه موټر شوې ده، چې وایي موټر ته یې زیان اړولی او دوه ملېشه عسکر هم پکې ټپیان شوي دي.

په پېښه کې وژل شوي او ټپیان سمدستي د کوټې سېول روغتون ته وړل شوي دي. د روغتون ویاند ډاکټر وسیم بېګ وایي، په ټپیانو کې د څلورو تنو حالت مرګونی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایي وزیر ضیا لانګو رسنیو ته ویلي، دا بمي برید وو چې وایي هدف یې د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکی موټر وو. لانګو برید په کلکه غندلی او امنیتي ځواکونو ته یې د ښار د امنیت د لا ټینګښت امر کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان حزب الاحرار ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه اخیستې ده. رسنیو ته په لېږلي بیان کې دې ډلې دعوه کړې چې دا برید د دوی د "حقاني اپرېشن" برخه ده.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال هم چاودنه په کلکه غندلې او ویلي یې دي ترهګر یو ځل بیا غواړي چې د ښار پر ځای شوی امنیت خراب کړي، خو وایي حکومت او امنیتي ځواکونو به یې هغوی ته اجازه ور نه کړي چې بېګناه خلک و وژني.

په دې اړه نور معلومات وروسته...

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG