لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تهران کې د يوکرېن د مسافرو الوتکه غورځېدلې، ۱۷۰ تنه پکې سواره وو


د يوکرېن د مسافرو الوتکه د ايران په پلازمينه تهران کې غورځېدلې او د ايران ميډيا ويلي په الوتکه کې سواره ټول مسافر مړه شوي دي.

رويټرز خبري ادارې د ايراني ميډيا له قوله ويلي د یوکرېن بوئنګ ۷۳۷ الوتکه د پلازمينې تهران د امام خمېني هوايي اډې څخه اوچته شوې او لږه شېبه وروسته بيا غورځېدلې او تباه شوې ده.

د ايران سرکاري ټيلي ويژن ويلي ښايي الوتکه د تکنيکي ستونزې له امله راغورځېدلې ده.

د ايران د هوا بازۍ د ادارې وياند ويلی په الوتکه کې ۱۷۰ مسافر سواره وو.

او د ژغورنې ادارې ويلي په الوتکه دومره زورور اور لګېدلی چې دوی ترې څوک هم نه دي بچ کړی شوي.

دغه الوتکه چې د اوچتدو لږه شېبه وروسته غورځېدلې او تباه شوې د تهران نه د یوکرېن پلازمينې کېف ته روانه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG