لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان غواړي چې سيمه په بله جګړه کې ښکېل نه شي، شاه محمود قرېشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي، نن سهار چې په عراق کې په امریکايي پوځي اډو کوم بريدونه شوي د هغې جاج اخلي او پاکستان نه غواړي چې سيمه په نوې جګړه کې ښکېل شي.

شاه محمود قرېشي دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې ايران په عراق کې د امریکا په پوځي اډو بريدونه کړي دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي په بريدونو کې هر څه سم دي او ايران وايي په خپله دفاع کې يې بريدونه کړي دي.

قرېشي د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف دې بيان ته سنجيده ويلي چې ايران جنګ نه غواړي، او زياته کړې يې ده امریکا ته هم احتياط پکار دی.

هغه ويلي د بهرنيو چارو د وزیرانو سره په رابطه کې دی دوی غواړي چې په سیمه کې اړی ګړی سېوا نه شي ځکه چې دا سيمه د جنګ توان نه لري.

قرېشي ويلي پاکستان امن او د خبرو د لارې د مسلو هواری غواړي او بايد ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي د حالاتو په قابو کولو کې رول ادا کړي.

امریکې د جمعې په ورځ په بغداد کې د عراق د قدس ځواک مهم جنرل قاسم سليماني په هوايي بريد کې وژلی ؤ.

د سليماني د وژنې وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو د پاکستان د پوځ د مشر قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړې وې.

ايران ويلي ؤ د سليماني د وژنې بدل به اخلي او امریکا ويلي ؤ که ايران کوم بريد وکړو سخت ځواب به ورته ورکړي.

پاکستان کې په عېن حال کې خپلو ملکي وګړو ته د عراق د سفر په پلان جوړولو کې د احتياط اخيستو ويلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په عراق کې موجود پاکستانيانو باندې غږ کړی چې په بغداد کې د پاکستانۍ سفارتخانې سره په رابطه کې اوسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG