لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران په امریکایي اډو بریدونو کې د۸۰ؤ کسانو د وژنې دعوه کړې خو امریکا یې پخلی نه دی کړی


ایران دعوه کړې ده چې عراق کې یې په امریکایي اډو بریدونو کې ۸۰امریکایان وژلي خو امریکا لا ددې دعوې پخلی نه دی کړی اؤ وایي لا په دغو بریدونو کې د اوښتوو زیانونو جاج اخلي .

دبرتانوي خبري شبکې رائټرز له مخې ایران تیره شپه یوه نیمه بجه عراق کې دوه هغه امریکایي پوځي اډې په نخښه کړي چې امریکایي اؤ ائتلافي ځواکونه پکې میشت وؤ.

رائټرز وایي چې دغه امریکایي پوځي اډې ایران دخپلې خاورې څخه ویشتلي اؤ تر ۱۲ؤ زیات میزائیل یې پرې داغلي دي.

دایران دولتي ټي وي دچهارشنبې په ورځ دعوه کړې ده چې دې بریدونو کې ۸۰امریکایان وژل شوي اؤ امریکایي ځواکونه دیو میزائیل په مخې نیولو هم نه دي توانېدلي.

دولتي ټي وي د پاسداران انقلاب دسرچینو له قوله ویلي که چرې امریکا ددې بریدونو جواب کې بل ګام واخستو نو دایران نظر به سیمه کې دامریکا په موجودو ۱۰۰ؤ اهدافو وي.

په دغه راپور کې دعوه شوې ده چې بریدونو کې دامریکا هیلي کاپټرو اؤ پوځي سامانونو ته هم سخت زیان رسېدلی دی.

خو رائټرز د امریکایي اؤ عراقي چارواکو له خولې لیکلي چې د بریدونو نه وروسته سیمه کې دکورونو لټه روانه ده اؤ تر اوسه ورته د ځاني زیان په اړه هیڅ اطلاع نه ده رسېدلې.

بل لوري ته دامریکا ددفاع محکمې ویاند جوناتهن هوفمین پخپل یو بیان کې ویلي چې “عراق کې په الاسد هوایي اډه اؤ اربیل سیمه کې په یوه بله پوځي اډه برید شوی دی خو مونږ له په دغو بریدونو کې داوښتو زیانونو معلومولوپه کار بوخت یو”

بیان کې ویل “شوي هرکله چې مونږ د وضعیت اؤ خپل غبرګون اندازه ولګوؤ نو په سیمه کې د میشتو امریکایي اؤ ائتلافي ځواکونو اؤ دخپلو شریکانو ددفاع اؤ حفاظت دپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړو”

دعراق پوځ‌ پخپل یو بیان کې ویلي چې ایران په امریکایي اډو ۲۲میزائیل داغلي چې ۱۷پکې په الاسد هوایي اډه اؤ پینځه نور اربیل ښار کې دامریکایي پوځيانو په اډه لګیدلي دي.

په دغه بیان کې هم بهرنیو پوځيانو ته داوښتو زیانونو څه ذګر نه دی شوی خو دومره پکې ویل شوي چې بریدونو کې دعراق وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ بیا له دغو بریدونو وروسته په ټوئټر لیکلي چې هر څه سم دي اؤ مونږ د نړۍ یو غوره اؤ طاقتور پوځ‌ لرو.

صدر ټرمپ لیکلي چې ایران په دوؤ پوځی اډو بریدونه کړي خو دې بریدونو کې داوښتو زیانونو اندازه لګول کیږي اؤ دچهارشنې په سهار به هغه په دې اړوند خپل بیان ورکړي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې په کال ۱۹۷۸ کې تهران کې دامریکایي سفارتخانې له محاصرې راپدیخوا تر اوسه دا دامریکا په ضد د ایران تر ټولو ستره نیغ په نېغه برید دی

د امریکا او ايران ترمنځ د تېرو دوه اوونيو راهسې تاؤ تريخوالی له هغې وروسته سېوا شوی چې امريکا تور لګولی ايراني ملېشې په عراق کې په يو راکټي بريد کې امریکايي کنټرېکټر وژلی ؤ. امریکا له دغې وروسته په شام او عراق کې د ملېشې اډې په نخښه کړې او بيا په عراق کې مظاهره چيان د امرېکې په سفارتخانه ورختلي وو.

د جمعې په ورځ بيا امريکې د بغداد د هوايي اډې سره نزدې د ايران د قدس ځواک مهم مشر جنرل قاسم سليماني په هوايي بريد کې وژلی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG