لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور اؤ ډيره اسماعیل خان کې دقاسم سلیماني د وژنې په ضد سخت احتجاجونه شوي


دشیعه مسلک سره تړاؤ لرونکو په زرګونو کسانو په پېښور، ډيره اسماعیل خان اؤ دخیبر پښتونخوا نورو سیمو کې دجمعې په ورځ احتجاجي مظاهرې کړې اؤ په بغداد کې یې امریکایي ډرون برید کې دایران دقدس ځواک دمشر قاسم سلیماني د وژلو په سختو ټکو کې غندنه کړې.

دغو مظاهرینو دپاکستان دحکومت نه غوښتنه کړې چې باید دقاسم سلیماني د وژنې په پرانستې توګه غندنه وکړي دظالم په ضد دمظلوم ملګرتیا وکړي.

پېښور کې دشوې مظاهرې تابیا شیعه علماء کونسل اؤ شیعه یوتهـ فورم کړې وه چې پکې دنارینه ؤ ترڅنګ ښځو اؤ ماشومانو هم برخه اخستې اؤ د امریکا په ضد یې کلک شعارونه ورکړي دي.

مظاهرینو د امریکې دصدر ډانلډ ټرمپ جوړ شوي ګوډاګی ته اور اچولی اؤ تور یې لګولی چې امریکا دسیمې امن تالا ترغۍ کول غواړي.

دشیعه یوتهـ فورم دپېښور ستر سکتر سیدعلي فیصل کاظمي وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دقاسم سلیماني د وژلو وروسته باید دپاکستان حکومت خپل پوزیشن واضحه کړي چې دچا مرسته کوي؟

هغه وویل په منځني ختیز کې پاکستان ته زیات ارزښت ترلاسه دی اؤ امریکا چې په کوم ډول پاکستان څخه خپل کار یا ګټې اخستی شي،ماضي دهغې ګواه ده.

هغه وویل تر اوسه پاکستان په دې اړوند خپل پالیسي بیان نه دی ورکړی باید پاکستان دمظلوم په طرفدارۍ په ډاګیز ډول ودریږي.

هغه وویل پاکستان که امریکا ته خپله زمکه د ایران په ضد د کارولو دپاره ورکړه نو ددې به ډیرې خطرناکې نتیجې مخې ته راشي.

په دغه موقعه د شیعه ټولنې یو بل مشر سید قیصر عباس کاظمي ویلي دقاسم سلیماني په وژنه چې دمنځني ختیز امن ته کومه ضربه رسیدلې ده هغه به کله هم پوره نه شي.

هغه وویل پاکستان ته د امریکایي اقدام په ډاګه غندنه پکار ده اؤ هم باید داسلامي هیوادونو تنظیم او ایي سي د امریکا ددې زیاتي په ضد په بېړني ډول خپل غږ پورته کړي.

په ډيره اسماعیل خان سیمه کې هم دشیعه علماء کونسل په غږ دجنرال قاسم سلیماني په امریکایي برید کې د وژل کیدو په ضد احتجاجي مظاهر شوې اؤ مظاهرینو دپاکستان په حکومت غږ کړی چې باید روان کړکیچ کې خپله تګلاره واضحه کړي.

د ډيره اسماعیل خان د کوټلي امام حسین مخې ته شوې مظاهره کې شیعه طالبعلمانو اؤ دمدني ټولنې غړو په ګڼ شمیر کې برخه اخستې اؤ دامریکا اؤ اسرائیل په ضد یې شعارونه ورکړي دي.

مظاهرینو ویلي چې امریکې د جنرال قاسم سلیماني په وژلو سره سیمه کې د یوې نوې جګړې بنیاد اېښودی دی اؤ اوس به د نړۍ ټولو اسلامي هیوادونو ته دامریکا په ضد خپلو کې یو موټی کیدل وي.

ایران دقدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سلیماني په دریمه جنورۍ دعراق پلازمینه بغداد کې دهوایي ډګر سره نزدې په یو امریکایي راکټي برید کې وژل شوی ؤ.

دسلیماني له وژل کیدو وروسته دامریکې اؤ ایران اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ ایران اعلان کړی ؤ چې د خپل پوځي مشر د وژنې غچ به اخلي چې له هغې وروسته ایران بغداد کې په دوؤ امریکایي پوځي اډو تر یو درځن زیات میزائیل توغولي دي.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران له خوا په عراق کې پر دوو امریکايي پوځي اډو تر برید وروسته د ایران په ضد د جګړې کوم اعلان نه دی کړی خو مطبوعاتو سره خبرو کې یې اوړمه شپه ګواښ کړی چې ډير زر به په ایران نور اقتصادي بندیزونه ولګو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG