لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان حکومت: داعش په صوبه کې شته خو ځانګړی مرکز یې نه شته


واشنګټن ــــ د پاکستان په ناارامه صوبه بلوچستان کې د توندروه مذهبي ډلې داعش وروستۍ ترهگرې حملې څرگنده کړې چې په دغه صوبه کې داعش د خپلې خوښې ځایونه او شخصیتونه په نخښه کولای شي خو حکومت وايي هلته داعش څه منظم جوړښت نه لري.

د رسنیو لپاره د بلوچستان د اعلی وزیر سلاکار عظیم کاکړ وي او اې ډیوه ته ویلي، په هغه صوبه کې د داعش خال خال وسلوال شته خو د هغوی یو ځانگړی ځای یا مرکز نه شته:

"دغه پاشل شوي وسلوال له دباندې څخه د ترهگر عملیاتو پلان او هدایات اخلي خو حکومت د ترهگرو د سروهنې لپاره ژمن دی".

د تېرې جمعې په ورځ د کوټې ښار په جنوبي برخه اسحاق اباد کې په یوه دیني مدرسه کې دننه د ځانمرگي برید ذمه واري داعش وسلوالې ډلې منلې وه او ویلي یې وو چې د برید هدف یې د طالبانو ځینې مشران وو.

په هغه برید کې 16 کسان و وژل شول او 20 ژوبل دي، د کوټې په حکومتي روغتون کې ډاکټران وايي د 5 کسانو روغتیايي حالت خراب دی. په برید کې د بلوچستان پولیسو یو ډي اېس پي امان الله اسحاقزی هم وژل شوی.

عظیم کاکړ وایي د جمعې د ورځې د برید هدف د افغان طالبانو یو مشر وو خو هغه د حملې په وخت په ماجت کې موجود نه وو خو نوموړي د طالب چارواکي نوم نه واخیست.

ځینو سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې په نخښه شوې مدرسه د افغان طالبانو د مشر قاضي شېخ عبدالحکیم ده او په پېښه کې د هغه دوه زامن ټپي شوي هم دي، خو طالبانو دا خبرونه رد کړي دي.

داعش وسله والې ډلې د 2019م کال د مې په څوارلسمه نېټه د برصغیر لپاره د خپلې څانگې اعلان په بلوچستان کې د دوو پېښو د ذمه وارۍ تر منلو وروسته وکړ چې یوه یې په مستونگ کې د ټرېفیک پولیس د یوه مامور وژنه او بله یې پر خواریکښو حمله وه.

تر دې وړاندي هم دغې ډلې- چې د اسلامي دولت په نوم هم پېژندل کېږي- په بلوجستان کې د یو شمېر غټو ترهگرو بریدونو ذمه واري منلې چې د 2016م کال د اگست په اتمه نېټه په کوټه کې پر وکیلانو برید پکې شامل دی، چې 75 تنه پکې کسان ووژل شول.

دا ډول د 2016م کال په اکټوبر کې د کوټې ښار پر سریاب سړک د پولیسو د تربیې پر مرکز برید، چې پکې 60 پولیس مامورین ووژل شول. بل برید د همدغه کال د نومبر په میاشت کې د خضدار د شاه نوراني په مقبره کې وشو او تر 50 زیات کسان پکې و وژل شول.

یادې ډلې د مستونگ په سیمه کې د پاکستان د سېنټ پر مرستیال مشر او د جمیعت علماء اسلام پر مخکښ مولانا عبدالغفور حیدري د ځانمرگي برید ذمه واري هم منلې وه، د 2017م کال په مې میاشت کې تر سره شوي هغه برید کې 26 کسان وژل شوي وو خو مولانا حیدري بچ پاته شو.

د پاکستان شاته پاته خو په طبیعي زېرمو شتمنه بلوچستان صوبه تر یوې لسیزې زیاتې مودې راهیسې د تشدد له پېښو سره مخ ده او امنیتي چارواکي وايي په صوبه کې د بلوڅ بېلتونپالو په شمول ځايي توندروه مذهبي ډلې او نړیوالې ترهگرې ډلې هم فعالیتونه لري.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG