لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران د یوکراینۍ الوتکې په ویشتلو کې د لاس لرونکو د نیولو لړۍ او پلټنه پیل کړې


واشنګټن ـــ د ایراني ولسمشر حسن روحاني تر دې وینا وروسته چې د مسافروړونکې یوکراینۍ الوتکې ویشتونکي به سزا کوي، د ایران عدالت ویلي، چې د الوتکې د ویشتلو په پېښه کې لاس لرونکي ګڼ شمېر کسان یې نیولي او په نورو پسې پلټنه روانه ده.

د ایران د عدالت ویاند غلام حسېن اسماعیلي د الوتکې د ویشتلو په پېښه کې تر اوسه د نیول شویو کسانو شمېر نه دی ښوولی،‌ خو ویلي یې دي چې په دې اړه یې پراخې پلټنې کړې او ځینې کسان یې نیولي دي. ایراني رسنیو د ښاغلي اسماعیل له قوله ویلي:

"په دې برخه کې مو ډېرې پلټنې کړې دي او زموږ پلټونکې عدالتي ډله هره شپه تر ناوخته په دې اړه تر لاسه شوي شواهد تر نظر تېروي، په دې برخه کې مشورې هم راکړل شوې دي خو موږ د پېښې هر اړخ ته ګورو چې حقایقو ته ورسېږو".

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پاسدارانِ انقلاب ځواک له خوا په تېروتنه د مسافروړونکې الوتکې ویشتل د نه بخښلو عمل ګڼلی او د خپل هېواد له عدالته یې غوښتي چې په دې اړه د پلټنو لپاره د لوړې کچې ځانګړې عدالتي ډله وټاکي چې له قاضیانو پرته ۱۲ نور د اړوندو برخو کارپوهان پکې شامل وي. روحاني د نهې- سه شنبې په ورځ‌ پخپله ټیلیویژني‌ وینا کې ویلي:

"دا یوه عادي پېښه نه ده بلکې ډېره دردوونکې او نه هېرېدونکې پېښه ده، تر سره کوونکي به یې ضرور سزا کېږي او ټوله نړۍ به یې ننداره کوي".

د یوکراین 737 بوینګ الوتکه د جنورۍ په 8مه د ایران له امام خمېني هوایي ډګره پورته شوه او سهار سپېدو مهال تر هغه څو ګنټې وروسته له پېښې سره مخ شوه او ولوېده چې ایران په عراق کې پر دوو امریکایي پوځي مرکزونه د بېلسټیک توغندیو بریدونه وکړل.

په دې جهاز کې د عملې په ګډون 176 تنه سپاره چې ټول پکې مړه شول. په مسافرو کې د خپله د ایران 82، د کېنېډا 63، د یوکراین 11، د سویډن 10، د افغانستان 4، د جرمني او برتانیې درې درې تنه پکې شامل وو.

امریکې او کېنېډا د الوتکې د لوېدو تر پېښې دوې ورځې وروسته تور پورې کړ،‌ چې دا الوتکه د کومې تکنیکي خرابۍ یا بلې پېښې له کبله نه ده لوېدلې بلکې ایراني ځواکونو ویشتلې ده، خو ایران په پیل کې دا تورونه رد کړل او وروسته یې ومنله چې ځواکونو یې دا الوتکه په تېروتنې سره ویشتلې ده.

د ایران د پاسدارانِ انقلاب ځواک له خوا د الوتکې د ویشتلو تر اعتراف وروسته په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهیسې د حکومت او ایراني ځواکونو په ضد احتجاجي مظاهرې روانې دي، چې د حکومت او ځواکونو د ناهلۍ شعارونه ورکوي او د ځینو اعلی چارواکو د استعفی غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG