لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افریقایي ملا تر واده دوې اوونۍ وروسته خبر شو چې له نارینه سره یې واده کړی


واشنګټن ــــ د ختیځې افریقې د یوګانډا هېواد د مسجد یو ملا امام تر واده وروسته هغه وخت له حیرانۍ سره مخ شو چې خبر شو تازه را واده کړې مېرمن یې په اصل کې ښځه نه بلکې نارینه دی. ملا محمد موتوبا او (ناوې) یې دوې اوونۍ مخکې د واده نکاحنامه په یوه روایتي غونډه کې لاسلیک کړې وه.

د ډېلي نېشن ورځپاڼې د خبر له مخې دوی دواړه تر واده مخکې یو بل ته نه دي نیژدې شوي او نه یې د واده مراسم تر سره کړي ځکه چې وایي مېرمنې یې ورته ویلي وو،‌ هغه په جامو (حیض) کې ده. ملا امام وایي:

"ما صبر کاوه او انتظار مې کاوه چې هغه ښه شي".

د ملا موتوبا لپاره بده دا وه چې هغه پخپله پوه نه شو چې مېرمن یې ښځه نه ده، بلکې ګاونډیانو یې ورته وویل چې مېرمن یې نارینه دی، ځکه چې وایي هغه د دوی پر دېوال ور ختلی او غوښتل یې د دوی ټیلیویژن او جامې غلا کړي ځکه نو دوی داسې وګڼله چې هغه نارینه دی.

د ملا ګاونډیانو چې پولیسو ته رپوټ وکړ، امام او مېرمن یې پولیس تاڼې ته ورغلل، مېرمن یې اسلامي جامې اغوستې، حجاب یې کړی او سېنډل (جګ چپل) یې په پښو کړي وو. تر بندي کولو مخکې چې یوې ښځینه پولیسې د هغې تلاشي واخیسته، نو هغې ټکان وخوړ چې د یوې ښځې نه بلکې د نارینه تلاشي اخلي.

د یوګانډا د پولیسو د جرمونو د پلټونکې څانګې یو افسر اسحاق موګیرا کایونګا وایي "تر بندي کولو مخکې ښځینه پولیس افسرې د عادي تورنو کسانو غوندې د هغه بشپړه تلاشي واخیسته، خو هغه حیرانه شوه چې تورن کس په سینه د خلکو د تېرایستلو لپاره کپړې منډلې وې او تناسلي آله یې هم د نارینه وه"

پولیس وایي د پلټنو په مهال تورن کس اعتراف کړی چې ملا امام یې د پیسو لپاره تېرایستی دی.

ملا وایي له تورن کس سره یې په کیامپسي جومات کې ولیدل "زه په یوه ښځه پسې ګرځېدم چې واده ورسره وکړم، یوه ښایسته نجلۍ مې ولیده چې حجاب یې اغوستی وو، ما ورته د مینې وړاندیز وکړ او هغې قبول کړ، خو هغې ماته وویل تر هغه وخته به همبستري درسره نه کوم چې زما مور و پلار ته دې د واده پیسې نه وي‌ ورکړې".

ملا موتوبا وایي په یوه اوونۍ کې یې د واده خبره فیصله کړه او د یوې ښځې کره ورغلو- چې تورن کس خپله ترور بلله- او هغې ته یې د واده ولور ورکړ. وایي د واده په بدل کې یې دوې وزې، دوې ګونۍ بوره (چیني)، درې یوګانډایي دودیزې جامې، یو کاټن مالګه او قرآن ورکړ.

پولیس وایي د یوګانډا د قانون له مخې به تورن کس ته په جعلي توګه د جنس بدلولو، غلا او د جنس بدلولو د تظاهر لپاره د شیانو اخیستلو سزا ورکول کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG