امریکا ويلي تيره اوونۍ د ايران په عراق کې په دوه اډو د ميزايل په بريدونو کې ۱۱ امريکايي پوځيان ژوبل شوي وو، په دغو اډو کې امریکايي سرتيري مېشت وو.
ايران د امریکې د لاسه په ډرون بريد کې د جنرل قاسم سليماني د وژلو وروسته په اتمه جنورۍ په عراق کې په دوه اډو ميزايل بريدونه کړي وو.
د امریکې د مرکزي کمانډ وياند کېپټن بيل اربن د زیارت، پنجشنبې په ورځ ویلي، "د اتمې جنورۍ د ايران په بريدونو کې کوم امريکايي سرتيری نه ؤ وژل شوی، او څو نور چې ژوبل شوي وودرملنه يې روانه ده".
د ژوبلو سرتيرو د جرمني او کویت په روغتونونو کې درملنه کيږي.
اربن ويلي "ژوبل سرتيري چې بيرته د ډيوټۍ جوګه شي هيله ده بيرته به عراق ته لاړ شي".
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ايران د بريدونو څه ساعته وروسته په ټويټر ويلي ؤ، په بریدونو کې د اوښتي زيان مالومات کولی شي خو"تراوسه هر څه سم دي".
هغه ويلي "زمونږ سره په نړۍ کې تر طاقتوره او په وسله سمبال پوځ دی".