لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا بايد د پوځ د ويستلو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي، قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ويلي، که امريکا په کاميابۍ سره د افغانستان نه پوځ اوباسي نو بايد بيا هم په دغه هېواد کې د بیا رغونې دپاره پاتې شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي دغه خبرې په امريکا کې د سټراټیجيکي او نړیوالو مطالعو په مرکز (سېنټر فار سټريټجک اېنډ انټرنيشنل سټډيز) کې د پاکستان او امريکې د اړيکو په اړوند راجوړې شوې ناستې ته په وېنا کې کړي دي.

د افغانستان په اړوند خبرو کې قرېشي ويلي پاکستان په افغانستان کې د سولې دپاره په روغ نيت لګيا دی کار کوي خو د کشالې وروسته په راتلونکي پړاؤ هم پاملرنه ساتل پکار دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه قرېشي ويلي، د افغانستان د بيا ودانۍ او دومداره پرمختګ دپاره به د تل دپاره نړيواله اړيکې ساتل وي او په افغانستان کې د امن وروسته به د اقتصادي هلو ځلو ګټه افغانستان او پاکستان دواړو ته وي.

هغه زياته کړې پاکستان د افغان د مسلې سره د ۱۱ستمبر ۲۰۰۱ څخه نه، بلکې د دسمبر ۱۹۷۹ نه چې کله د سوويت يونين پوځونه افغانستان ته راغلل د هغې وخت نه ورسره مخ دی. د راپورونو ترمخه قرېشي ويلي د ۸۰م لسيزه هېرول نه دي پکار.

هغه ويلي هېله څرګنده شوې چې ۲۰۲۰ به په افغانستان کې د امن کال وي.

شاه محمود قرېشي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې طالبانو ويلي په قطر کې يې د سياسي دفتر مذاکراتي ټيم د افغانستان د سولې دپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره خبرې روانې دي.

په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر د مذاکراتي ډلې وياند ويلي د امریکايي مذاکراتي ټيم سره یې ليدلي او "د توافقنامې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي ؤ، په افغانستان کې د سولې په لړ کې "طالبانو رضامندي څرګنده کړې چې د تشدد لړۍ راکمه کړي او دا د سولې د خبرو دپاره ښه پرمختګ دی".

قرېشي زياته کړې "پاکستان چې کومه زمه واري په سر اخيستې وه هغه يې تر يو حده پوره کړې ده او زمونږ خواهش دی چې دا ټوله سيمه امن پله لاړه شي، ګټه يې افغانستان او پاکستان دواړو ته وي".​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG