لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د امریکې غوښتنې پوره کړي اوس ترې په اړيکو کې د ښه والي تمه لري


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د امریکايي مشرتابه سره يې په خبرو اترو کې په ډاګه کړې چې د امریکا سره يې په ټولو ماملاتو کې مرسته کړې او اوس پاکستان د امريکا نه تمه لري چې اړيکې ورسره ښې کړي او د پاکستان د اقتصاد په بحالۍ کې مرسته وکړي.

قرېشي د امریکې د درې ورځني سفر په اخره کې په واشنګټن کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د امریکايي چارواکو سره يې د افغان سولې، د هند او پاکستان د اړيکو او کشمير او ايران او منځني ختيځ په موضوعاتو خبرې وشوې.

قرېشي وويل د امریکا مشرتابه د پاکستان او امریکا د اړيکو په ځای کولو کې شرط وړاندې کوي چې دا دې د کابل د لارې دې وي.

هغه وويل پاکستان د امریکا د هيلو او غوښتنې ترمخه طالبان د خبرو مېز ته راوستل او زلمي خليلزاد هم د دې خبرې اعتراف کړی دی.

د قرېشي په وېنا امریکې بيا د طالبانو په بند کې د دوه تښتول شوؤ د خوشي کولو وويل پاکستان په دغه لړ کې هڅې وکړې او د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ د ۷۲ نه په زياتو ناستو کې دواړه بنديوان راخوشي کړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وويل د پاکستان نه بيا غوښتنه شوې وه چې طالبان اوربند ته تيار کړي پاکستان هغه هم وکړه او طالبانو په اوربند باندې رضامندي څرګنده کړې ده د کوم څه وروسته چې د پاکستان او امريکا په اړيکو پرځای کېدو کې اوس هيڅ خنډ نه دی پاتې.

قرېشي وايي پاکستان په دې خبره ټينګار کوي چې امريکا او طالبان زر تر زره کوم تړون ته ورسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي اوس پاکستان د امریکا نه هيله لري چې ځوابي اقدام وکړي، د پاکستان سره سوداګريزي او اقتصادي اړیکې ښې کړي چې په دوه اړخيزه اړيکو کې پرمختګ وشي.

قرېشي د امریکا په سفر کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپیو، د امریکا د ملي امنيت مشاور رابرټ اوبراين، د کانګرس او سېنېټ د غړو نه علاوه د پاکستانۍ ټولنې سره هم ليدلي او د پاکستان او امریکې د اړيکو په ځای کولو په موخه يې ورسره خبرې کړي دي.

نوموړي ويلي د امریکايي مشرتابه سره یې د ایران او امریکې د اړيکو او هند او کشمير په موضوعاتو هم خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي شاه محمود قرېشي د امریکې خپل سيال د سعودي عرب او ايران د چارواکو سره په لیدنو او شوؤ خبرو هم خبر کړی دی.

XS
SM
MD
LG