لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان لخوا د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي دپاره پورته کړي ګامونه ستايلي


د پاکستان د کورنيو او تجارت د وزارتونو چارواکو د اسلام اباد په سفر لوړ پوړي امریکايي پلاوي سره ليدلي د هغو ګامونو په اړوند يې ورته احوال تېر کړی چې د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې يې پورته کړي او امريکايي چارواکو د پاکستان دغه ګامونه ستایلي دي.

د سویلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړې استازې اېلس ويلز د پلاوي په مشرۍ د اسلام اباد په څلور ورځني سفر ده او د ګل په ورځ يې د پاکستان د کورنيو او تجارت د وزارتونو د چارواکو سره ليدلي دي.

په عېن حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وزيراعظم عمران خان به د نهې، سه شنبې د ورځې نه د سويزرلېنډ په ډېوس کې د نړيوالې اقتصادي غونډې په مهال د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره هم ویني.

د اېلس وېلز په مشرۍ پلاوي د پاکستان سفر په داسې وخت کې کړی چې راتلونکې مياشت په چين کې د فنانشل اېکشن ټاکس فورس يا د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېرقانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) غونډه کيږي او په هغې کې به د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې د پاتې کېدو يا وتلو پرېکړه کیږي.

اېف ای ټي اېف د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د وړو راوړو د مخنيوي په اړوند خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.

پاکستان ويلي د کورنيو چارو وزارت يې امریکايي پلاوي ته د اېف ای ټي اېف د کاري پلان په اړوند پورته کړو قانوني او انتظامي ګامونو په اړوند احوال تېر کړی او امریکايي پلاوي يې ستاينه کړې ده.

په وروستيو کې د امریکا په سفر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د واشنګټن په سفر کې د امریکايي چارواکو نه غوښتي چې د اېف ای ټي اېف د خړنوملړ څه په ویستو کې يې مرسته وکړي.

خو اېلس وېلز د تېر نومبر په مياشت کې ويلي ؤ امریکا په دغه لړ کې د پاکستان تکنيکي مرسته کولی شي او د اېف ای ټي اېف غوښتنې پوره کول د پاکستان په ادارو انحصار لري.

د اېلس ویلز په مشرۍ پلاوي د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې هم روانې دي.

پاکستاني چارواکو د امریکايي پلاوي سره د تجارت په اړوند هم خبرې اترې کړي دي او د تجارت د وزارت د وزیراعظم مشاور رزاق داؤد ويلي امریکا غواړي چې د پاکستان سره تجارت سېوا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG