لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د سیکانو مشر رادېش سینګ د ګواښونو له کبله له کورنۍ سره پاکستان پرېښوو


Radesh Singh 02
Radesh Singh 02

واشنګټن ـــ په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې مذهبي لږکیو ته د ور پېښو خطرونو په ترڅ کې د خیبرپښتونخوا د سیکانو یوه مشر، د بشري حقونو مبارز او سیاستوال رادېش سینګ ټوني د ګواښونو له کبله له پاکستانه تللی دی.

ښاغلي رادېش ټوني پر ټویټر لیکلي چې په تېرو عامو انتخاباتو کې د برخې اخیستو له کبله ورته د مرګ ګواښونه کېدل ځکه نو مجبوره شو چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان پرېږدي.

رادېش سینګ- چې په ټوني بهایي مشهور وو- ویلي، هغه خوشاله نه دی چې له خپلې کورنۍ او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره یې پاکستان پرېیښی دی. وایي که هغه یواځې وای خپل هېواد به یې نه وای پرېیښی خو وایي د کورنۍ په خاطر له هېواده وتلو ته اړ شو.

رادېش سینګ ټوني د پاکستان د ۲۰۱۸م کال په عامو ټاکنو کې له پېښوره صوبایي اسمبلۍ ته د ازاد امیدوار په توګه ولاړ وو، خو لږ ووټونه یې واخیستل او ویې نه ګټله. تر دې وړاندې هغه په بلدیاتي انتخاباتو کې هم د جنرل کونسل څوکۍ په زیات اکثریت سره ګټلې وه خو صوبایي اسمبلۍ انتخاباتو ته د درېدو له کبله یې استعفی ورکړې وه.

رادېش سینګ د امنیتي خطرونو له کبله دا نه دي ویلي چې له پاکستانه کوم هېواد ته تللی خو وایي په مناسب وخت به خپل د جلاوطنۍ هېواد رسنیو ته ور وپېژني.

ښاغلي ټوني دعوه کړې وه چې د تېر کال په وروستیو میاشتو کې په پېښور کې د ځوانانو یوې ډلې ورباندې برید کړی وو، ځکه نو هغه له خپلې کورنۍ سره لاهور ښار ته کډه شو، خو وایي هلته هم د دسمبر پر ۷مه ورباندې څلورو کسانو هغه وخت برید وکړ چې دی له خپل زوی سره په موټرسایکل روان وو.

رادېش سینګ په ټولنیزو رسنیو خصوصاً پر ټویټر زیات فعال وو او نه یواځې یې د پاکستان د مذهبي اقلیتونو په حق او له هغوی سره د کېدونکي ظلم په خلاف ږغ پورته کاوه، بلکې د حکومت او نورو ادارو پر کمزوریو یې هم تبصرې کولې.

ټوني ویلي ده ته چې په ټلیفون یا مخامخ کوم ګواښونه کېدل په هغوی کې دا خبره څرګنده وه چې ده ته به یې ویل، د سوشل مېډیا له استعماله لاس واخله ګنې نو و به وژل شې.

په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو مرکزي کونسل د شمېر له مخې په خیبرپښتونخوا کې د سیکانو شمېر مخکې دېرش زره ۳۰۰۰۰ وو، خو وایي په وروستیو کې د دوی ژوند ته د ور پېښ خطر له کبله یې شمېر اوس شاوخوا اته زره ۸۰۰۰ ته را کم شوی او نور یا د پاکستان نورو صوبو یا هم هند ته کډه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG