لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کې له کورونا وایرسه د مړو شمېر ۹ شو، پاکستان د ورتلونکو چینایانو معاینه پیل کړه


واشنګټن ــــ په چین کې د یوه خطرناک وایرس تر خپرېدو وروسته د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې پاکستان هم خپلو روغتیایي ادارو ته د احتیاطي ګامونو د اخیستلو امر جاري کړی چې هسې نه دغه وایرس هلته هم ور خپور شي.

د کورونا په نوم دغه نوی وایرس د چین په ووهان ښار کې په دوو اوونیو کې د طبي کارکوونکو په ګډون سلګونو کسانو ته ور پورې شوی چې له کبله یې تر اوسه نهه تنه مړه شوي دي.

د پاکستان د روغتیا قومي ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د چینایي چارواکو له خولې ویلي، چې دا د کورونا وایرس یو ډول دی چې مخکې له حیوانانو لګېده خو وایي اوس له انسانه بل انسان ته هم لګېږي ځکه یې نو پر هوایي ډګرونو او روغتونونو کې بیړني احتیاطي ګامونه اخیستي‌ دي.

په اسلام اباد کې د نېشنل انسټیټویټ آف هیلت د انفیکشن او معاینې د څانګې ویاند ډاکټر ممتاز علي خان وایي، له چینه پاکستان ته د ورتلونکو مسافرو د طبي معاینې لپاره یې پر هوایي ډګرونو سکریننګ ډیسکونه جوړ کړي دي:

"له چینه په راتلونکو پروازونو کې به د مسافرو ګړندۍ طبي معاینه [رېپیډ سکریننګ] کېږي، که په کوم تن کې د وایرس تشخیص وشو نو په اسلام اباد کې به پمز، په کراچۍ کې جناح او په لاهور کې میو روغتونونو ته وړل کېږي چې هلته تیاري ورته شوې ده".

تر پاکستان مخکې ځینو نورو هېوادونو او امریکې هم په دې اړه احتیاطي ګامونه اخیستي، چې پر خپلو هوایي ډګرونو یې له چین خصوصاً له ووهان ښاره د ور تلونکو مسافرو د معاینې لپاره ځانګړي ډیسکونه جوړ کړي دي، چې مقصد یې د دې وایرس د ور خپرېدو مخه نیول دي.

له کورونا وایرس څخه پېښېدونکې ناروغي نمونیا یا سکاروي ته ورته ګڼل شوې چې د چینایي چارواکو په وینا نخښه یې تبه، ټوخی او سالنډي ده.

رپوټونه وایي دا وایرس د چین د هوبې صوبې په ووهان ښار کې د پسونو له یوې غیرقانوني منډۍ څخه خپور شوی او ویل کېږي چې تر اوسه پورې دا وایرس په چین کې د 15 طبي کارکوونکو په ګډون 440 کسانو ته ور پورې شوی او ویره څرګندېږي چې کېدای شي لا ډېر خلک په اخته شي.

د پاکستان د روغتیا ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، د دې وایرس تشخیص په هغو کسانو کې شوی چې یا یې د چین د ووهان ښار د غوښو په مارکیټ کې کار کاوه او یا هلته د سودا لپاره تللي وو. چینایي چارواکو ویلي د دې وایرس د خپرېدو لویه وجه ناروغه ځناورو ته نیژدې ورتګ یا یې غوښه خوړل او په دې وایرس له اخته انسانه بل ته ور پورې کېدل شامل دی.

تر اوسه پورې دا وایرس له چینه بهر څلورو نورو هېوادونو جاپان، تایلېنډ، جنوبي کوریا او امریکې ته ور خپور شوی دی.‌ په تایلېنډ کې په دوو او په جنوبي کوریا، جاپان او امریکه کې په یو- یو تن کې د دې وایرس تشخیص شوی دی، چې وایي دا ټول کسان تازه د چین له ووهان ښاره ورغلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG