لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې نزدې د څلور زره غېر دولتي ادارو رجسټرېشن ختم کړی شوی


د خېبرپښتونخوا حکومت نزدې د څلور زرو غېر دولتي ادارو رجسټرېشن ختم کړی او ویلي يې دي دا ګام يې د اېف ای ټي اېف د غوښتنو په رڼا کې پورته کړی دی.

اېف ای ټي اېف يا فنانشل اېکشن ټاکس فورس د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېرقانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې شامل کړی او د اپرېل د میاشتې پورې که پاکستان د يادې ادارې سپارښتنې پوره نه کړې تور نوملړ ته به يې واچوي.

د خېبرپښتونخوا د ټولنې د ښېګړې ادارې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي اوای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې حکومت د هغو غېر دولتي ادارو رجسټرېشن ختم کړی چې د حکومت لخوا شوؤ پوښتنوته يې ځواب نه ؤ ويلی.

نوموړي دا پخلی هم وکړو چې د دغو غېر دولتي ادارو په اړوند ورته داسې کوم کره مالومات هم نه دي ترلاسه شوي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو ترڅنګ يې په غېر قانونه کارونو کې لاس لرلو خو د دې ادارو سره خپل ضروري مالومات چې حکومت ترې غوښتي ؤ، هغه پوره نه ؤ.

چارواکي د دغو ادارو شمېره ونه ښودله خو ډان ورځپاڼې هم د سرچينو له قوله ويلي چې د اېف ای ټي اېف د غوښتنو په رڼا کې د صوبې د صنعتونو او ټولنې د ښېګړې محکمې په ۵۹۳۱ غېر دولتي ادارو کې د ۳۸۵۱ غېر دولتي ادارو رجسټرېشن ختم کړی او د بېنک اکاؤنټونه يې ورله تړلي دي.

په پېښور کې د يوې غېر دولتي ادارې مشر او ټولنيز فعال تېمور کمال وايي د هغه د خپلې ادارې بېنک اکاؤنټ هم تړل شوی او نوموړی د حکومت په دغه ګام تورونه لګوي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې تېمور وویل، "په تړل شوؤ ادارو کې ډېرې هغه دي کومې چې د بنيادي بشري حقونو دپاره کار کوي او اېف ای ټي اېف چې کومې غوښتنې لري په هغو کې دا تړل شوې ادارې نه راتلې".

تېمور کمال زياته کړه د بنيادي بشري حقونو دپاره د کار کوونکو ادارو په ځای دې هغه تنظيمونه او ادارې وتړل شي کومې چې په حقيقت کې د ترهګرۍ د مالي سرچينو دپاره کاريږي.

خو قمرنسيم چې د يوې غېر دولتي ادارې سره کار کوي وايي هغه په خپله په هغه کمېټۍ کې شامل دی چې د حکومت نه منظوره کميټي ده او د غېر دولتي ادارو د رجسټرېشن په اړوند کار کوي وايي دوی د يو کال نه دغو ادارو ته خبر ورکړی او د حکومت لخوا ورته د مالوماتو راټولو په غرض د پوښتنو فارم ورکړی شوی چې جمع يې کړي خو دوی فارم نه دی جمع کړی او د هغې وروسته د دوی رجسټرېشن ختم کړی شوی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل دغو ادارو ته بيا د ورځپاڼو د لارې هم خبر ورکړی شوی ؤ خو په ټاکلي وخت کې يادو ادارو خپل ځوابونه جمع نه کړی شو.

قمر نسيم کميټي يې په دې هم کار کوي چې اوس که کومه اداره خپل کره مالومات د دوی سره شريک کړي نو رجسټرېشن یې بيا ځای کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG