لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براین هوک: که د سلیماني ځایناستي هم امریکایان وژل هماغسې به ورسره کېږي


واشنګټن ــــ امریکې ایران ته خبرداری ورکړی چې که د دې هېواد د پاسدارانِ انقلاب د قدس ځواک نوي مشر اسماعیل قاآني امریکایان په نخښه کړل نو وایي د ده انجام به هم د قاسم سلیماني غوندې وي.

تهران د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته اسماعیل قاآني د هغه د ځایناستي په توګه د قدس ځواک مشر ټاکلی دی. قدس ځواک د پاسدارانِ انقلاب څانګه ده چې له ایرانه بهر د استخباراتي ادارو په لارښوونه جګړې کوي. قاآني ژمنه کړې چې د سلیماني لاره به خپلوي.

رایټرز خبري ایجنسۍ د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبر خپور کړی، چې وایي د ایران لپاره د امریکې استازي براین هوک یوې عربي ورځپاڼې الشرق الاوسط ته په یوه مرکه کې ایران ته دا خبرداری ورکړی دی.

براین هوک ویلي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ مخکې لا دا څرګنده کړې ده چې که پر امریکې یا د امریکې پر ګټو برید وشي نو کلک ځواب به یې ورکوي. هوک د سویټزرلېنډ د ډېووس ښار د اقتصادي غونډې په څنډه کې الشرق الاوسې ورځپاڼې ته ویلي:

"زه فکر کوم د ایران حکومت اوس په دې پوهېږي چې نور پر امریکې برید نه شي کولای او باید لرې ترې اوسي".

امریکې د جنورۍ پر 3مه د ولسمشر ټرمپ په امر د عراق په هوایي ډګر د قدس ځواک پخوانی مشر 62 کلن جنرل قاسم سلیماني وژلی وو، چې تر هغه وروسته ایران په عراق کې پر امریکايي اډو د توغندیو بریدونه وکړل.

رایټرز لیکي چې د قدس ځواک نوي مشر اسماعیل قاآني تر ټاکل کېدو وروسته ویلي، هغه به "پر هغه روښانه لاره ځي" چې سلیماني ورباندې تللی او امریکايي ځواکونه به له سیمې باسي چې د ایران پخوانۍ تګلاره ده.

د واشنګټن او تهران تر منځ ناندرۍ او تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایران سره د نړیوالو ځواکونو له ایټمي تړونه په 2018م کال کې و ووت او تر هغه وروسته یې پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه ولګول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG