لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس وېلز: پاکستان دې د اېف ای ټي اېف سره کړې ژمنې پوره کړي


Alice Wells
Alice Wells

د سويلي اسيا دپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې اېلس وېلز ويلي،"پاکستان دې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) او نړيوالې ورورولۍ سره کړې ژمنې پوره کړي".

هغې ويلي دغه کار د پاکستان د معاشي اصلاحاتو او نړيوالې مالياتي ادارې د پېکج د هڅو پوره کولو دپاره اړین دی.

اغلې وېلز دغه خبرې د پاکستان د سفر نه بيرته د جمعې په ورځ د رسېدو په وخت رسنيو سره په خبرو کې کړي دي.

هغې ويلي د پاکستان دغه هڅې ستایي چې د ترهګرۍ په اړوند د مالي مرستو د زمه وارو پوره کولو په لړ کې يې کړي دي.

د اېف ای ټي اېف د خړ نوملړ څخه د پاکستان د نوم ويستو په په تړاو د امریکايي مرستو په اړوند وېلز ویلي د اېف ای ټي اېف غوښتنې تکنيکي دي او "امريکا د غېر قانونه پېسو لېږلو رالېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان مرستې ته تياره ده".

هغې ويلي پاکستان دې په ملک دننه د ټولو تندلارو ډلو پرضد بې طرفه عملیات وکړي.

هغې د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په اړوند خپل بيان بيا تکرار کړی او ویلي يې دي، امریکا د پاکستان سره دوستي لري ځکه په دغه هېواد کې داسې پروژې غواړي چې ولس ته يې ترې خېر وي.

هغه ويلي "په سي پېک کې چين پانګونه نه کوي بلکې د پور (قرض) په شکل کې په پاکستان نور بوج سېوا کوي".

اېلس وېلز ويلي امریکا په پاکستان کې داسې پانګونې ته تياره ده چې ولس ته يې ترې روزګار ترلاسه شي او اقتصادي حالت يې ترې ښه شي.

د سي پېک په اړوند د اغلې څرګندونې چين او پاکستان رد کړي او ويلي يې ؤ دغه پروژه رڼه او د نړيوال قانون ترمخه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG